د کندهار دکرنې ریاست: مرکز او ولسوالیو کې ۷۰ زره څاروي د طاعون پر وړاندې واکسین شوي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۱:۲۸
د کندهار دکرنې ریاست: مرکز او ولسوالیو کې ۷۰ زره څاروي د طاعون پر وړاندې واکسین شوي

۹ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګري ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (ایف. ای. او) په مالي او  د کندهار مرکز او ولسوالیو مسلکي پاراوټرانو په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت په مرکز او ۷ ولسوالیو کې د دوو میاشتو په اوږدو کې ۷۰ زره کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ پر وړاندې واکسین شوي دي.
یاد واکسین د څه باندې دوو میاشتو په اوږدو کې د کندهار مرکز په ۱۵ ناحیو او ترڅنک یې په پنجوایې، ارغستان، خاکریز، دامان، ژړۍ، تخته پل او میوند ولسوالیو کې تطبیق شوي، چې موخه یې د طاعون وژونکې ناروغۍ مخنیوی، د څارویو روغتیا خوندي ساتل، او د مالدارانو د اقتصادي زیانونو کمول دي. د دې واکسین کمپاین سره به د څارویو شېدو او غوښې تولید ډېر شي او د ناروغیو خپرېدل به په وخت کنټرول شي. 
په ورته وخت کې، مالداران د یاد واکسین له تطبیق څخه خوښ دي او د کندهار د کرنې ریاست او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې څخه مننه کوي، چې په اړینو وختونو کې ورته مهم واکسینونه برابروي، ترڅو یې څاروي له وژونکې ناروغۍ څخه خوندي پاتې شي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په دې وروستیو کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې خپلې هڅې چټک کړې دي او هڅه کوي، چې بزګرانو او مالدارانو ته په اړینو وختونو کې لازمې مرستې برابرې کړي. د همدې هڅو په ترڅ کې، تېره اوونۍ هم په کندهار کې نږدې ۲۹ زره څارویو لپاره د ریخک ناروغۍ پر ضد د واکسین کمپاین پیل شوي و.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۲۲
Background image

پیشرفت بیش از ۹۰ درصدی پروژه چکدم در ولسوالی خانچهارباغ فاریاب

۲۴ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت فاریاب از پیشرفت قابل ملاحظه پروژه ساخت چکدم در ولسوالی خانچهارباغ این ولایت خبر می‌دهد.
بر اساس گزارش نظارتی هیأت تخنیکی این ریاست،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۴:۳۲
Background image

برگزاری جلسه هماهنگی آغاز مرحله دوم تفتیش مزارع در بلخ

۲۴ حمل ۱۴۰۵ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بلخ از برگزاری جلسه‌ای به‌منظور آغاز و هماهنگی مرحله دوم تفتیش مزارع دهاقین با اشتراک مسئولان و نمایندگان چهار نهاد دولتی و ۲۳ شرکت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۴:۳۱
Background image

اجرای عملیات دواپاشی در جنگلات پسته طبیعی ولسوالی نهرشاهی بلخ

۲۴ حمل ۱۴۰۵ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بلخ از اجرای عملیات دواپاشی در جنگلات پسته طبیعی ولسوالی نهرشاهی خبر می‌دهد. این اقدام به‌منظور حفاظت، تقویت و جلوگیری از شیوع آفات. . .

بازگشت به خبرها