کندهار کې د کرنیزو درملو سوداګرو سره غونډه دائره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۹:۲۶
کندهار کې د کرنیزو درملو سوداګرو سره غونډه دائره شوه

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په لارښوونه، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی فضل الباري فضلي په مشرۍ، د کندهار د کرنې ریاست په مقام کې د کرنیزو درملو سوداګرو سره د قاچاقي درملو د مخنیوي او وارد شویو بلټي درملو د ستونزې د حل په موخه ځانګړې غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت د بوټو ژغورنې ریاست استازي مولوی معین الله ابوخالد، د کندهار ولایت مقام استازي، د کرنې ریاست د کرنیزو چارو آمر مولوی شمس الرحمن موسا، د طبیعي سرچینو آمر مولوی عبدالغني عفان، د نبات ژغورنې مدیر انجنیر ذبیح الله، د کندهار امنیه قوماندانۍ، استخباراتو استازو او د زراعتي درملو سوداګرو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی فضل الباري فضلي وویل:«ولس د ځان او مال ساتنې لپاره پر نظام حق لري، او نظام مکلف دی، چې د خلکو ستونزې حل کړي.»
نوموړي د قاچاقي او بلټي درملو د مخنیوي په اړه وویل: «موږ باید داسې پریکړه وکړو چې زموږ ولس ته د مالي زیان مخه ونیول شي. دا ځل به ټول بلټي درمل ارزول کېږي څېړل کېږي، او یوازې هغو درملو ته به د همدې یوځل لپاره اجازه ورکړل شي، چې ضرر ونه لري. هغه درمل چې د کرنې سکتور ته زیان رسوي، په هیڅ صورت به ورته اجازه  ورنه کړل شي».
ښاغلي فضلي زیاته کړه: «دا ستونزه د ولس د راحت او مالي زیان مخنیوي لپاره حل کوو، خو په راتلونکي کې به د کرنیزو درملو لپاره دا ډول حللاره نه عملي کېږي. ټول سوداګر باید د قاچاقي درملو پر ځای د قانوني لارو څخه کار واخلي، ترڅو د غیرقانوني درملو واردولو له امله له ستونزو سره مخ نه شي.»
په ورته وخت کې، د کرنې وزارت د بوټو ساتنې ریاست استازي مولوی معین الله ابوخالد هم د قاچاقي کرنیزو درملو پر مخنیوي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «هر هغه څه چې د نظام له اصولو سره مخالف وي، قاچاق بلل کېږي. نو ټول سوداګر باید هڅه وکړي چې کرنیز درمل یوازې د قانوني لارو څخه وارد کړي.»
په غونډه کې د کرنیزو درملو سوداګرو د کندهار د کرنې رییس څخه مننه وکړه او ملي سوداګرو د قانوني درملو واردولو لپاره د همکاري غوښتنه وکړه، چې ټول کرنیز درمل د نظام او اصولو مطابق وارد شي. 
په پای کې، د کندهار د کرنې رییس یو ځل بیا د قاچاقي او غیرقانوني کرنیزو درملو پر مخنیوي ټینګار وکړ او ملي سوداګرو ته یې د همکارۍ ډاډ ورکړ، ترڅو ټول کرنیز درمل د قانوني لارو څخه وارد شي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

جلسه رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد

۲۷ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ریاست مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری پیرامون  چگونگی  مصرف بودجه انکشافی سال قبل و بررسی چگونگی تطبیق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۲۹
Background image

سنگ تهداب مرکز عمومی جمع‌آوری شیر در ولسوالی سیدخیل پروان گذاشته شد

۲۷ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
سنگ تهداب یک باب مرکز عمومی جمع‌آوری شیر در ولسوالی سیدخیل ولایت پروان طی مراسمی با حضور مسئولان محلی و مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت گذاشته شد.
این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۲۹
Background image

سنگ تهداب مرکز عمومی جمع‌آوری شیر در ولسوالی سیدخیل پروان گذاشته شد

۲۷ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
سنگ تهداب یک باب مرکز عمومی جمع‌آوری شیر در ولسوالی سیدخیل ولایت پروان طی مراسمی با حضور مسئولان محلی و مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت گذاشته شد.
این. . .

بازگشت به خبرها