د کندهار ژړۍ کې د اوبو رسولو کانال چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۱:۵۳
د کندهار ژړۍ کې د اوبو رسولو کانال چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې

۱۱ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اقتصاد ریاست په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام (یو. ان. ډې. پي) ادارې په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ مؤسسې د سیبارډ پروګرام له لارې، د ژړۍ ولسوالی په مهاجرینو سیمه کې د "ګورۍ" په نوم د اوبو رسولو کانال جوړولو چارې پیل شوي، چې تر دې دمه ۸۰ سلنه یې بشپړې شوي دي.
د کندهار دکرنې ریاست د طبعي سرچینو آمریت انجنیر نورمحمد همکار وایي، دغه کانال ۳.۵ کیلومتره اوږدوالی، ۷۵ سانتي‌متره لوړوالی او ۱.۳۰ متره پراخوالی لري. د هغه په وینا، پاتې چارې به یې په نږدې وخت کې په اساسي او پایداره ډول بشپړې شي. نوموړی زیاتوي چې د کانال د جوړېدو ترڅنګ ۲۰ کسانو ته په فني او ۸۰ کسانو ته په غیرفني ډول د کار زمینه برابره شوې ده.
په ورته وخت کې، د ژړۍ ولسوالی سیمه ییز اوسېدونکي د کرنې ریاست او ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام (یو. ان. ډې. پي) ادارې څخه خوښ دي او هیله څرګندوي، چې د دې کانال له جوړېدو سره به د اوبو رسولو ستونزې هوارې شي.
د ا په داسې حال کې ده، چې میاشت وړاندې د کندهار د کرنې ریاست په هڅو او د ملګروملتونو پراختیایي ادارې په مالي ملاتړ، د سپین بولدک ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د ۵.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د درېیو نورو اوبو رسولو کانالونو د جوړېدو چارې پیل شوې وې.
د یادونې وړ ده، چې دوه اوونې وړاندې هم د کندهار کرنې ریاست په هڅو، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د ۸۵۲ زره امریکایي ډالرو په ارزښت، د کندهار اوومه ناحیه کې د "پنجاو" د اوبو رسولو کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS