د ننګرهار وادي کرنیز شرکت کې د خرما حاصلاتو د لوړولو په پار هلې ځلې   

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۹:۱۹
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت کې د خرما حاصلاتو د لوړولو په پار هلې ځلې   

۶ سلواغه ۱۴۰۳ھ.ش
۲۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت مسوولین وايي، چې د خرما د تولید کچې د زیاتولو په موخه هڅې روانې دي.
د یاد شرکت د خرما بڼ مسوولین څرګندوي، چې اوس مهال په ۹زره خريطو کې د خرما زړي تر روزنې لاندې دي. د دوی په وینا، کله چې دا زړي ستر شي، د نورو خرما بڼونو جوړولو او همدارنګه د پلورلو لپاره کارول کېږي.
د خرما بڼ مسوولین زیاتوي: «له ښه مرغه دا زړي اوس راشنه شوي.» دوی هیله څرګنده کړه، چې په راتلونکي کې به د خرما ګڼ باغونه جوړ شي، او د دې لارې به د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د عواېدو کچه نوره هم لوړه شي.
ننګرهار د کرنې له پلوه یو له مهمو ولایتونو څخه دی، چې د خرما ترڅنګ د نورو مېوو تولید هم پکې د پام وړ دی. د خرما تولید لوړول نه یوازې د محلي اقتصاد لپاره ګټور دي، بلکې د صادراتو کچه هم ورسره زیاتېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS