خوست کې د اقتصادي پیاوړتیا پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۱:۳۲
خوست کې د اقتصادي پیاوړتیا پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۴ سلواغه ۱۴۰۳ھ.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د مرکز متون او دغه راز د اسمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د افغان پرمختیایي مؤسسې «اې،ډي،اې» مؤسسې په همکارۍ د اقتصادي پیاوړتیا پروژه، چې په کې د کوچنیو ورخونو او کانالونو رغول شامل دي، بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د خوست دکرنې ریاست چارسمبال مولوی اسلام خان منیب، د طبیعي سرچینو آمر زاري جان، د پلان او برنامو لوی مدیر اجمل قاسمي، د اقتصاد ریاست استازی نجیب الله د افغان پرمختیایي مؤسسې «اې،ډي،اې» استازو او د سیمې یوشمېر مشران او بزګران ګډون درلود.
د خوست دکرنې ریاست چارسمبال مولوي اسلام خان منیب په خپلو خبرو کې د افغان پرمختیایي مؤسسې له ولایتي ټیم څخه مننه وکړه، چې په سیمه کې یې داسې پروژې پلي کړي دي، چې په دوامداره توګه د کرنې په برخه کې خلکو ته اسانتیا او چوپړتیاوې وړاندې کړي دي.
دغه راز د خوست د طبیعي سرچینو آمر زاري جان وویل، چې دغه پروژه د انجنیري نورمونو په نظر نیولو سره او زموږ تر نظارت لاندې پلي شوې ده. 
د افغان پرمختیایي مؤسسې «اې،ډي،اې» انجنیر کبیر تڼی وویل، چې یاده پروژه د ۱۸ زره امریکایي ډالرو په لګښت د مرکز متون او داسمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالی کې پلي شوې، چې په دغو پلي شوي پروژه کې د اسمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالی د یګانو او منګل دېګانو د کلیو مشترک کانال او ورخونه، چې د کانال اوږدوالی یې نږدې ۳۲ متره او لوړوالي یې نږدې ۱.۵ متره ده او درې ورخونه یې هم په اساسي ډول رغول شوي؛ دغه راز د یادې ولسوالی اړوند د کنډیو کلي کانال او ورخونه، چې د کانال اوږدوالی یې نږدې ۳۳ متره او لوړوالی یې نږدې ۱.۵ متره ده او پنځه ورخونه لري، چې په پاخه او اساسي ډول رغول شوي. 
همداراز د خوست د مرکز متون اړوند د کنډیو ستر کلي کانال او روخونه چې د کانال اوږدوالی یې ۵۵ متره او ارتفاع یې یومتر ده او څلور ورخونه لري هم په اساسي ډول روغول شوي دي. ددې ترڅنګ د خوست د مرکز متون اړوند د کنډیو پاس کلي کانال او ورخونه، چې د کانال اوږدوالی یې څه د پاسه ۴۰ متره او لوړوالی یې یو متر او څلور ورخونه هم لري په اساسي ډول روغول شوي دي، چې نږدې اته زره جریبه ځمکه به پرې خړوبه شي.
په همدې حال کې د یادو سیمو بزګران او ځمکوال د یادو پروژو پر پلي کېدو خوښي څرګندوي او له اسلامي امارت او د خوست دکرنې ریاست څخه مننه کوي، چې د دوی د ستونزو دحل په پار یې کوټلي ګامونه اخیستي دي او دوی ته اسانتیاوې برابرې کړي دي.
د یادوې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې د اوبو زېرمې او مدیریت لپاره یو‌شمېر پروژې پلي شوي دي، چې ورسره ددې ولایت د بزګرانو او مالدارانو ستونزې تر یوې کچې هوارې شوي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS