لغمان کې د غنمو ۳۰ ننداریزې قطعې جوړیږي

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۷ - ۱۵:۲۶
 لغمان کې د غنمو ۳۰ ننداریزې قطعې جوړیږي

۲۷ لړم ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت لغمان کې د غنمو ۳۰ ننداریزې قطعې جوړوی.
په همدې موخه د لغمان د کرنې ریاست له خوا د یادو ننداریزو قطعو د جوړولو په پار پر بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې او د مقایسوي کښت په پار پر دوی سیمه ییز تخمونه هم وېشل شوي دي.
ددې برنامې په اساس په دې ولایت کې د غنمو د پرمختللو لارو چارو د ترویج په پار د غنمو ۳۰ ننداریزې قطعې جوړیږي.
د لغمان د کرنې ریاست وایي، چې دغنمو دغه ننداریزې قطعې د کتار په ډول په ازمایښتې بڼه کرل کیږي، چې موخه یې د بزګرانو عامه پوهاوی او د حاصلاتو زیاتوالی ده.
د غنمو په دغو ننداریزو قطعو کې بزګرانو ته د غنمو د پرمختللي کرکېلي او د کروندو د مناسبې پالنې لارې چارې هم ښودل کیږي.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۸:۳۰
Background image

تکمیل و تحویل کشمش خانه‌ها و ذخیره خانه‌های محصولات زراعتی در ولایت غزنی

بر اساس معلومات ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی، با همکاری پروژهٔ NRC، در این ولایت ۳۰ باب کشمش خانه  و ۲۰ باب سردخانهٔ نگهداری پیاز و و کچالو  با سیستم «صفر انرژی» ساخته شد.
ا. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۸:۱۵
Background image

شرکت زراعتی وادی ننگرهار: تولید روغن زیتون ۴۰ درصد افزایش یافته است

شرکت زراعتی وادی ننگرهار روند پروسس روغن زیتون را به ریاست سید محمد نعیم محمدی، رئیس اجرایی این شرکت، آغاز کرد. در مراسم افتتاح این روند، محمداجان راشد رئیس مالی و اداری، انجنیر ندی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۵:۴۴
Background image

برگزاری ورکشاپ ظرفیت‌سازی برای دهقانان ولسوالی پسابند ولایت غور

۷ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غور ورکشاپ آموزشی ظرفیت‌سازی را برای یک‌صد تن از دهقانان و باشندگان روستای مرزا‌قل ولسوالی پسابند پیرامون. . .

بازگشت به خبرها