ننګرهار کې دچرګانو ددانو تولیدي فابریکو مسؤلینو ته ددانې کېفیت ښه والي په موخه  لازمي سپارښتني وشوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۹:۴۲
ننګرهار کې دچرګانو ددانو تولیدي فابریکو مسؤلینو ته ددانې کېفیت ښه والي په موخه  لازمي سپارښتني وشوې

۱ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د څارویو روغتیا امر داکتر محمد ضمیر بهسودې په مشرۍ پلاوي په شیخ مصري صنعتي ښارګوټي کې د چرګانو ددانې تولیدوونکو فابریکو څخه څارنه ترسره کړه.
د څارو روغتیا او مالدارۍ خدمتونو امر داکتر محمد ضمیر بهسودې وویل، چې د ننګرهار کرنې ریاست په لارښوونه او د باکیفیته حیواني خوراکې د تولید په موخه یي د فابریکو څخه څارنه ترسره کړه،  هغو فابریکو ته چې کارونه یي په اصولو برابر وو وستایل شول او هغو فابریکه دارانو چې د کرنې وزارت کړنلارې په نظر کې نه وي نیولې لازمي سپارښتنې ورته وشوي.
د ننګرهار په ولایت کې د چرګانو دداني ۱۵  کارخوني فعالیتونه لری، چې د ورځې سلګونه ټنه باکیفیته خوراکې تولید ترڅنګ زرګونه هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول پکي د کار زمینه هم برابره شوي ده.
دغه راز په ننګرهار کې د چرګانو تولیدیدونکي دانه د افغانستان ټولو ولایتونو ته صادرېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS