د کرنې وزارت د ځنګلونو رییس کندهار ته د سفر په ترڅ کې له بېلابېلو چارواکو سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۹:۴۶
د کرنې وزارت د ځنګلونو رییس کندهار ته د سفر په ترڅ کې له بېلابېلو چارواکو سره وکتل

۲۹ مرغومې ۱۴۰۳ھ.ش
۱۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځنګلونو رییس ملا سراج الحق میرویس ذاکري کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت دکرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمر او د یاد ولایت د ولسوالیو د ځنګلونو او څړځایونو مدیرانو سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو د خبرو اترو څنګ دوی ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
ددغو لیدنو په ترڅ کې د ولسوالیو د ځنګلونو او څړځایونو مدیرانو د ځنګلونو او څړځایونو د ساتنې او پراختیا په پار خپلې ستونزې، لاسته راوړنې او فعالیتونه بیان کړل.
په همدې حال کې د کرنې وزارت د ځنګلونو  رییس ملا سراج الحق میرویس ذاکري د څړځایونو، ځنګلونو او طبیعي سرچینو د ساتنې په برخه کې ترسره شوي کارونه وستایل او ټینګار یې وکړ چې د څړځایونو، ځنګلونو او طبیعي سرچینو څخه باید جدي ساتنه وشي او په دې برخه کې باید اړین ګامونه واخیستل شي.
د غونډې په ترڅ کې د ولسوالیو د ځنګلونو او څړځایونو مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه، چې د څړځایونو او ځنګلونو د ښې ساتنې لپاره قانوني او رسمي لارې چارې غوره کړي او خپلې چارې د کرنې ریاست سره په همغږۍ ترسره کړي. همداراز ددې غونډې په ترڅ کې د طبیعي شتمنیو د خوندي کولو لپاره اړینې سپارښتنې هم شریکې شوې.
ورپسې د طبیعي سرچینو آمریت مسؤلینو دتېر او راتلونکي کال د پلانونو او بودیجې د مصرف په تړاو خپل راپورونه وړاندې کړل. د غونډې ګډونوالو ټینګار وکړ چې بودیجه په مناسب او اغېزمن ډول وکارول شي او د ځنګلونو، څړځایونو او طبیعي شتمنیو د ښه سمسورتیا لپاره عملي ګامونه پورته شي.
په غونډه کې د کندهار د کرنې ریاست د طبیعي سرچینو مسؤلینو او د ولسوالیو استازو خپلې ستونزې شریکې کړې، چې د ځنګلونو لوی رییس د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
په دې غونډه کې دغه راز د منګالي فارم د ښه مدیریت او د بودیجې پر اغېزمن لګولو هم خبرې اترې وشوې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS