ننګرهار کې د ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت دچرګانو بریډر  فارم پرانیستل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۱۲:۴۵
ننګرهار کې د ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت دچرګانو بریډر  فارم پرانیستل شو

۲۵ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د هډي اخندزاده کلي کې د اخوت بلال شرکت له لورې د یورځنیو چرګوړو تولید په موخه د ۳۰ میلیونه  افغانیو په لګښت د چرګانو بریډر فارم پرانیستل شو.
دننګرهار د کرنې او مالدارۍ تولیداتو خوني رییس اجمل رحماني وویل ننګرهار کې د چرګانو سکتورپیاوړتیا لپاره  په مختلفو برخو کې کار کوي؛ چې د چرګانو د یاد بریډر فارم د پرانیستي موخه هم ددې سکتور په پښو درول دي.
ښاغلي رحماني زیاته کړه په دې فارکې به ۲۰ زره قطعي د هګیو تولید او یو ورځنیو چرګوړو په موخه چرګان روزل کېږي.
نوموړې وویل په یاد فارم کې ۲۰ تنو مسلکي او ۱۵۰ تنو ته کاریګرو ته مستقیم او غیر مستقیم ډول دکار زمینه هم  برابره شوې ده.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د یاد فارم په پرانیستو خوښي وښوده او په ټولو قانوني چارو کې یي د همکارۍ ډاډ ورکړ.
دکرنې رییس وویل زرګونه قطعي یورځنۍ چرګوړې دګاونډیو هېوادونو  څخه واردېږي؛ خو د کرنې اداره هڅه کوي یاد سکتور د یورځنیو چرګوړو تولید په برخه کې پر ځان بسیا کړي.
د پرانیستي په مراسمو کې د ننګرهار کرنې رییس سربېره د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خوني رییس، د پوهني رییس، پولټري داکترانو اتحادي رییس، علمأ او نورو مشرانو ګډون کړي وو.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۸:۴۳
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون بیماری لمپی اسکین گاوی در ولایت کاپیسا

۵ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون بیماری لمپی اسکین (آبله پوستی گاوی) با هدف جلوگیری از شیوع این بیماری و حفظ سلامت مواشی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کاپیسا با همکاری. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۸:۳۷
Background image

رئیس زراعت بدخشان با مسئول زون شمال‌شرق سازمان خوراک و زراعت ملل متحد دیدار کرد

۵ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان در دیدار با مسئول زون شمال‌شرق سازمان خوراک و زراعت ملل متحد، بر گسترش همکاری‌ها و تطبیق پروژه‌های مؤثر زراعتی، باغداری و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۸:۲۵
Background image

دیدار وزیر زراعت افغانستان با معاون صدراعظم اوزبیکستان

مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان، با جمشید خواجه‌یف، معاون صدراعظم جمهوری اوزبیکستان، که در رأس یک هیئت عالی‌رتبه به افغانستان سفر کرده است، در. . .

بازگشت به خبرها