لغمان کې لسګونو مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته وشوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۱۱:۳۵
لغمان کې لسګونو مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته وشوه

۱۱ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست؛ د افغانستان لپاره د هالند کمیتې په همکارۍ ددې د ولایت د علینګار او قرغیو ولسوالیو پر۱۷۲ تنو اړمنو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي ووېشل.
د لغمان د کرنې رییس مولوی عبدالستار محمد د یادې مرستندویه مؤسسې له مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ هغوی ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او مالدارانو ته یی په خطاب کې وویل: «کومه مرسته چه تاسو ته درکول کېږي باید تخنیکي لارښونو سره سم خپلو مالونو ته ورکړئ.»
باید وویل شي، چې د دې پروسې په لړ کې پر هر مالدار د څارویو ۱۰۰ کیلوګرامه خوراکي توکي وېشل شوی دی.
په لغمان کې ددغه راز مرستو څخه موخه د مالدارانو لاس نیوی، د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا او د لبني محصولاتو د زیاتوالۍ ښودل شوی دی.
ویل کېږي برابرشوي خوراکي توکي له زیاتو تغذیه کوونکو توکوڅخه جوړ شوي دي، چې د وريو په چاقولو کې به اساسي رول ولري.
هیره دی نوی یادې مرستې په داسې حال کې وېشل کېږي، چې له دې وړاندې هم ددې ولایت په ځینو ولسوالیو کې مالدارانو ته دغه شان مرستې وېشل شوې وې.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۸:۴۳
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون بیماری لمپی اسکین گاوی در ولایت کاپیسا

۵ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون بیماری لمپی اسکین (آبله پوستی گاوی) با هدف جلوگیری از شیوع این بیماری و حفظ سلامت مواشی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کاپیسا با همکاری. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۸:۳۷
Background image

رئیس زراعت بدخشان با مسئول زون شمال‌شرق سازمان خوراک و زراعت ملل متحد دیدار کرد

۵ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان در دیدار با مسئول زون شمال‌شرق سازمان خوراک و زراعت ملل متحد، بر گسترش همکاری‌ها و تطبیق پروژه‌های مؤثر زراعتی، باغداری و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۸:۲۵
Background image

دیدار وزیر زراعت افغانستان با معاون صدراعظم اوزبیکستان

مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان، با جمشید خواجه‌یف، معاون صدراعظم جمهوری اوزبیکستان، که در رأس یک هیئت عالی‌رتبه به افغانستان سفر کرده است، در. . .

بازگشت به خبرها