د ننګرهار کانال شرکت د سبو اصلاح شوي تخمونو کروندو څخه څارنه وشوه 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۷ - ۱۰:۳۴
د ننګرهار کانال شرکت د سبو اصلاح شوي تخمونو کروندو څخه څارنه وشوه 

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۳۰ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې ددې شرکت اړوند په سل جریبه ځمکه کې د سبو د اصلاح شویو تخمونو د تولید او تکثیر چارې پیل شوي دي او ترڅنګ یې د یاد شرکت اړوند دویم بلاک کې په ۱۰۱ شنوخونو کې هایبرېډ تخمونه کرل شوي دي.
د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوی غلام رحمن کظیم وویل، چې د هېواد په کچه د لومړي ځل لپاره د ننګرهار کانال شرکت هډې فارم اړوند عبدالخېلو بلاک په سل جریبه ځمکه د یو خصوصي شرکت په همکارۍ د سبو د اصلاح شوي تخم د تولید او تکثیر پروسه روانه ده. 
نوموړي خوښي وښوده، چې د دې تخم په توليد سره به د بهرنيو هېوادونو د تخمونو مخنيوی وشي او ځای به يې وطني تخم ونيسي.هغه زياته کړه، چې د دې تخم توليد او تکثير سره به په ځان بسيا او نورو هېوادونو ته به هم د افغانستان په نوم صادر شي.
د چارواکو په خبره دغو کروندو کې د سبو ډول ډول مروج تخمونه لکه بادرنګ، بنډۍ، روميان، فاصلې، بانجان، مرچ، پياز او نور سابه کرل شوي دي، چې په خپل وخت سره به ترې اصلاح شوي تخمونه ترلاسه شي.
د تازه سبو کرکیلې دودېدو نه یواځې د کروند ګرو او خلکو اقتصاد پیاوړي کوي، بلکې په دې تازه سبو د پلازمېنې کابل په ګډون د یو شمېر نورو ولایتونو د سبو اړتیاوې هم برابرېږي.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۱
Background image

آغاز کمپاین کنترول امراض و آفات نباتی در ولسوالی رخه

۶ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پنجشیر در  ولسوالی رخه کمپاین کنترول و جلوگیری از امراض و آفات نباتی را در شماری از قریه‌جات این ولسوالی آغاز کرد.
این. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۹
Background image

دیدار رئیس زراعت پنجشیر با مسئول کمیته صلیب سرخ پیرامون تداوم همکاری‌ها در بخش زراعت

۶ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
قاری فضل‌الله دیوبند رئیس زراعت، آبیاری و مالداری در یک دیدار رسمی با هدایت‌الله ساحل مسئول کمیته صلیب سرخ و هیئت همراهش در مقر این ریاست دیدار و گفتگو کرد.
در این دیدار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۸
Background image

سفر هیئت تخنیکی به کندز برای سروی و تثبیت چراگاه‌ها

۶ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئتی تخنیکی از سوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به‌منظور سروی، تشخیص و تثبیت چراگاه‌های ولایات شمالی کشور، پس از ولایت بغلان به ولایت کندز سفر کرد. 
این هیئت به رهبری. . .

بازگشت به خبرها