لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۴:۲۹
لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د لغمان دکرنې رييس مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ د ددې ولایت دکرنې ریاست کې خپله غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د لغمان دکرنې رييس او د کمېټې مشر مولوي عبدالستار محمد لارښوونکې وينا ويلو ترڅنګ د تېرې غونډي دپريکړو دتطبيق ارزونه وکړه. ښاغلی محمد په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «موږ او تاسو ته د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی، تثبیت او تشخیص یو دروند مسوولیت راسپارل شوی دی، دغه چاره پر وخت د لایحې او لارښود مطابق ترسره او په دې برخه کې باید خپلې هلې ځلې لاپسې کړندۍ کړو.»
ددې غونډې په ترڅ کې د غونډې مشرتابه او غړیو د شمکټ د سیمې د دوو قومونو  ترمنځ د ځمکې پر سر د دوسیې د ښه وضاحت په اړه د دواړو جانبو خبرې واورېدلې تر بحث وروسته پرېکړه وشوه چې یاده دوسیه دې محکمې ته واستول شي.
تر ناستې وروسته ګډ تخنیکي پلاوی مشرتابه او غړیو قرغیو ولسوالی ته سفر وکړ او هلته یې دنهر کریم دخانخیلو او عمر خېلو قومونو د دوسیې دستونزو د څیړلو په موخه له دواړو لوریو سره بېلابېلې ناستې وکړې او ددوی د قدیمي او اوسنیو مېنو او ځمکو په اړه ترې معلومات وغوښتل. 
وروسته په یاده سیمه کې د مړوندۍ، تره کۍ او کریم اباد سیمې دګډ تخنیکي پلاوی او دفني انجنیرانو له خوا ولیدل شوې تر یادې لیدنې وروسته پرېکړه وشوه چې دیادو ځمکو تر تشخیص تثبیت او غور وروسته به دیادو سیمو دوسیې ترتیب او مرکزي کمېسیون ته به دوروستیو اجراتو په موخه واستوي.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۱
Background image

آغاز کمپاین کنترول امراض و آفات نباتی در ولسوالی رخه

۶ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پنجشیر در  ولسوالی رخه کمپاین کنترول و جلوگیری از امراض و آفات نباتی را در شماری از قریه‌جات این ولسوالی آغاز کرد.
این. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۹
Background image

دیدار رئیس زراعت پنجشیر با مسئول کمیته صلیب سرخ پیرامون تداوم همکاری‌ها در بخش زراعت

۶ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
قاری فضل‌الله دیوبند رئیس زراعت، آبیاری و مالداری در یک دیدار رسمی با هدایت‌الله ساحل مسئول کمیته صلیب سرخ و هیئت همراهش در مقر این ریاست دیدار و گفتگو کرد.
در این دیدار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۸
Background image

سفر هیئت تخنیکی به کندز برای سروی و تثبیت چراگاه‌ها

۶ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئتی تخنیکی از سوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به‌منظور سروی، تشخیص و تثبیت چراگاه‌های ولایات شمالی کشور، پس از ولایت بغلان به ولایت کندز سفر کرد. 
این هیئت به رهبری. . .

بازگشت به خبرها