د هلمند ناوې ولسوالی په مېله بازارونو کې کرنیزو درمل پلورونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۱ - ۱۵:۴۰
د هلمند ناوې ولسوالی په مېله بازارونو کې کرنیزو درمل پلورونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ناوې ولسوالی کرنیزو خدمتونو مسؤلینو لخوا په مېله بازارونو کې کرنیزو درمل پلورونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
په دې ولسوالی کې کرنیز او حیواني درمل پلورونکي چې په ازاده فضاء او نا مناسبه محیطي چاپېریال کې یاد درمل پلورل د زیانونو په اړه یې ورته لازم معلومات ورکول شول او ټینګار وشو ترڅو په راتلونکي ددې ډول پیر او پلور څخه ډډه وکړي .
د ناوې ولسوالی د کرنې مسؤلینو نوموړیو درمل پلورونکو ته هدایت وکړ ترڅو خپلې چارې په مسلکي ډول مخ ته یوسي، هغه کړنلاره او لارښونې چې د کرنې وزارت له خوا وضع شوي دي باید پلي کړي تر څو بزګر، مالدار او عام خلک ددغه ډول درملو له احتمالي خطراتو څخه خوندي ووسي.
د یادولو وړ ده، چې د هلمند په ولایت کې په غیر فني او مسلکي توګه د کرنیزو او حیواني درملو د پیر او پلور د مراکزو بندولو په موخه له وړاندې یو ګډ کمیسون هم جوړ شوی دی چې په عملي ډول یې خپلې چارې پیل کړي دي.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۱
Background image

آغاز کمپاین کنترول امراض و آفات نباتی در ولسوالی رخه

۶ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پنجشیر در  ولسوالی رخه کمپاین کنترول و جلوگیری از امراض و آفات نباتی را در شماری از قریه‌جات این ولسوالی آغاز کرد.
این. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۹
Background image

دیدار رئیس زراعت پنجشیر با مسئول کمیته صلیب سرخ پیرامون تداوم همکاری‌ها در بخش زراعت

۶ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
قاری فضل‌الله دیوبند رئیس زراعت، آبیاری و مالداری در یک دیدار رسمی با هدایت‌الله ساحل مسئول کمیته صلیب سرخ و هیئت همراهش در مقر این ریاست دیدار و گفتگو کرد.
در این دیدار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۸
Background image

سفر هیئت تخنیکی به کندز برای سروی و تثبیت چراگاه‌ها

۶ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئتی تخنیکی از سوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به‌منظور سروی، تشخیص و تثبیت چراگاه‌های ولایات شمالی کشور، پس از ولایت بغلان به ولایت کندز سفر کرد. 
این هیئت به رهبری. . .

بازگشت به خبرها