میکانیزه کرکیلې په پار هڅې: ننګرهار کې د کروندګرو ټولنو سره مرسته وشوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۶ - ۹:۳۶
njnbjnj

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د خوړو نړیوال پروګرام په مالي او د افغانستان راتلونکي نسلونو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت لاسي ټراکټورونه او دشاتو مچیو صندوقونه او وسایل وېشل شوي دي.
د ننګرهار د کرنې،اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې د افغانستان راتلونکي نسلونو مؤسسې له لورې په رودات، کوټ او بهسودو ولسوالیو کې جوړو شویو کرنیزو ټولنو ته ۶ عرادې لاسي ټراکټورونه ورکړل شوي دي، چې له یادو ټراکټورونو څخه د کړنلارو او اساسنامې له مخي په خپلو کروندو کې ګټه پورته کړي.
د ننګرهار دکرنې رییس زیاته کړه،چې یادې مؤسسې په کوزکونړ ولسوالی کې کرنیزي اتحادي ته د شاتو مچیو ترویج او شاتو تولید زیاتوالې په موخه ۴۰ تنو ته د شاتو مچیو ترڅنګ وسایل او مواد هم ورکړل.
ښاغلي محمد وویل،چې په وسایلو کې هر نفر ته لس د مچیو لرونکي او لس تش صندوقونه، دودکش، شاتو پروسس ماشین، جامې، رمبي، څټک، ۵۰ کیلو یې بوشکه، مرتبانونه، برس، دستکشې، ویکس، چاقو، درمل او موم ورکړل شوي دي.
د یادو وسایلو او موادو د ورکړې موخه پدې ولایت کې د بېوزلۍ کچې کمول او خوړو خوندیتوب رامنځته کول دي.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۴۲
Background image

نشست به‌منظور بهبود فعالیت‌های مرکز واحد تثبیت اراضی برگزار شد

۱۵ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ هـ.ق
به‌منظور ارزیابی و تقویت هماهنگی فعالیت‌های مرکز واحد تثبیت اراضی، نشست مهمی در ریاست تصفیه اراضی مربوط وزارت زراعت، آبیاری و مالداری. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۲
Background image

فرصت ویژه برای تولیدکنندگان و متشبثان سکتور زراعت و مالداری کشور

ریاست انکشاف سکتور خصوصی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان از شما دعوت می‌کند تا در  میله دهقان و سی‌وچهارمین نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری در بادام‌باغ کابل غرفه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۱
Background image

برگزاری جلسه هماهنگی سکتور زراعت و انکشاف دهات در فاریاب

۱۵ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت فاریاب به‌منظور بررسی روند تطبیق برنامه نهال‌شانی خزانی ۱۴۰۴ و کمپاین ملی نهال‌شانی بهاری ۱۴۰۵، تحت ریاست مولوی جان‌مراد وقار رئیس. . .

بازگشت به خبرها