د ننګرهار بهسودو کې لسګونو مېرمنو سره د کورنیو باغچو د اړونده توکو مرسته وشوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۱۱:۴۶
د ننګرهار بهسودو کې لسګونو مېرمنو سره د کورنیو باغچو د اړونده توکو مرسته وشوه

۱۵ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د دوامداره ښېګڼې او ټولنیزو چوپړتیاوو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې په مالي ملاتړ د بهسودو ولسوالۍ په لسمه او یوولسمه ویالو کې ۵۰ تنو مېرمنو ته د ۱۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت د کورنیو باغچو اړوند د کرنیز توکو کڅوړې ورکړل شوې.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ريیس مولوي عبدالستار محمد وویل هره کڅوړه کې نهه قلمه د بزګرۍ وسایل لکه لاسي کراچۍ، بېلچه، تسکوره، پنجي کش، رمبي، لور، ښاخۍ، خولۍ او اب پاش شامل دي.
د یادو کرنیزو وسایلو د وېش، موخه په کور دننه مېرمنو ته د کار زمینه برابرول، دکورنیو خوړو خوندیتوب او په ټوله کې په دې ولایت کې دکورنیو باغچو دودل دي.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۴۲
Background image

نشست به‌منظور بهبود فعالیت‌های مرکز واحد تثبیت اراضی برگزار شد

۱۵ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ هـ.ق
به‌منظور ارزیابی و تقویت هماهنگی فعالیت‌های مرکز واحد تثبیت اراضی، نشست مهمی در ریاست تصفیه اراضی مربوط وزارت زراعت، آبیاری و مالداری. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۲
Background image

فرصت ویژه برای تولیدکنندگان و متشبثان سکتور زراعت و مالداری کشور

ریاست انکشاف سکتور خصوصی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان از شما دعوت می‌کند تا در  میله دهقان و سی‌وچهارمین نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری در بادام‌باغ کابل غرفه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۱
Background image

برگزاری جلسه هماهنگی سکتور زراعت و انکشاف دهات در فاریاب

۱۵ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت فاریاب به‌منظور بررسی روند تطبیق برنامه نهال‌شانی خزانی ۱۴۰۴ و کمپاین ملی نهال‌شانی بهاری ۱۴۰۵، تحت ریاست مولوی جان‌مراد وقار رئیس. . .

بازگشت به خبرها