دهلمند کرنې ریاست اړوند انار باغ د نیالګیو روزلو قوریه کې د نارنجو د تخمونو کرلو چارې پیل شوې

۴ وری ۱۴۰۳ه.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د بولان انار باغ د نیالګیو روزلو قوریه کې د مسلکي کارکؤنکو لخوا د نارنجو د تخمونو کرلو چارې پیل شوی دي .
دنارنجو دغه تخمونه په شل زره پلاستیکي کڅوړو کې کرل کېږي، چې د راشنه کېدو او بدني ودې ښه کېدو وروسته به جیوه یي ځمکې ته انتقال کړل سشي او هلته به بیا په مسلکي ډول وروزل شي .
نوموړي نارنج به د ښې روزنې څخه وروسته دکرنې ادارې د ځانګړې کړنلارې له مخې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه په ګډون د ګڼو ولسوالیو بزګرو، ځمکوالو، عام المنفعه تاسیساتو او مقدسو ځایونو د سرسبزۍ په موخه راتلونکي کال ته ووېشل شي.