د هلمند نهرسراج کې حیواني او کرنیزو درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۰ - ۱۰:۲۵
د هلمند نهرسراج کې حیواني او کرنیزو درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې په غیر مسلکي ډول د حیواني او کرنیزو درملو د پېر او پلور مخنیوئی کمپاین په دوام ددې ولایت د نهرسراج ولسوالی له ګڼو درمل پلورنځیو څارنه ترسره شوه.
د یاد کمپاین پر مهال په مېله بازار کې هټوالو ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت  مقام لخوا په هېواد کې د کرنیزې او حیواني درملو د پیر او پلور لپاره ځانګړې کړنلاره تشریح شو.
یادو هټیوالو ته سپارښتنه وشوه، چې که له دې وروسته په مېله بازارونو کې خپل پیر او پلور ته دوام ورکړي نو درمل به یې ضبط او عاملینو سره به یې قانوني چلند وشي.
دیادولو وړ ده، چې ددې پروسې موخه پر بزګرو او مالدارو بې کیفیته، تر وخت تېر او بیله رسمي جواز لیک څخه حیواني او کرنیز درمل ونه پلورل شي، همدارنګه یاد درمل باید د خوراکي توکو او ګڼې ګوڼې له سیمو لیرې ووسي ترڅو عامو خلکو ته یې زیان ونه رسېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۲۳
Background image

بررسی وضعیت باغ‌های گیلاس در ولسوالی گرزیوان فاریاب

۲۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
هیأتی متشکل از محمد ظریف رحیق آمر امور زراعتی  ریاست زراعت، آبیاری و مالداری نماینده گان  ریاست حفاظت محیط زیست و ریاست اقتصاد ولایت فاریاب، از باغ‌های گیلاس در. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

بهره‌برداری از کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر در نورستان

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر میان قریه‌های پرونز و دیوی ولایت نورستان که با حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP)، همکاری تخنیکی مؤسسه ان‌سی‌آر‌او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۱
Background image

آموزش ۱۴ مسئول کلینیک‌های حیوانی در بدخشان درباره نمونه‌گیری خون از حیوانات مشکوک به تب سه‌روزه

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
به‌منظور تشخیص به‌موقع بیماری تب سه‌روزه حیوانی و بررسی وضعیت شیوع آن، برای ۱۴ تن از مسئولان کلینیک‌های حیوانی در ولایت بدخشان رهنمودهای تخنیکی درباره علایم بیماری،. . .

BACK TO NEWS