د خوست دکرنې ریاست اداري غونډه دائره شوه
۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ه.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمدزمان عمري په مشرۍ ددې ریاست اداري غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې، چې د خوست دکرنې ریاست یوشمېر چارواکو هم شتون درلود اړوندو چارواکو خپل کاري موضوعات او راپورونه شریک کړل او د ریاست د رهبرۍ د هدایت غوښتونکي شول.
دغه راز په دې غونډه کې د ۱۴۰۳ ام کال د نیالګیو کېنولو او زرغونتیا په پار هم خبرې اترې وشوې. ددې غونډې په ترڅ کې د نیالګیو د لېږد او د نیو قوریو جوړولو په پار دې شته امکاناتو ته په کتو باید تصمیم ونیول شي.
