پکتیکا کې پر زرګونو کروندګرو د سبو تخمونه او کرنیز وسایل ووېشل شول
۲۵ مرغومې ۱۴۰۲ه.ش
۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ ددې ولایت په اتو ولسوالیو کې پر څلور زره بزګرانو د سبو اصلاح شوي تخمونه او کرنیزې توکي وېشلي دي.
د پکتیکا دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت په اتو ولسوالیو کې د هرې ولسوالی پر ۵۰۰ کروندګرو د سبو اصلاح شوي تخمونه او کرنیز توکي وېشل شوي دي.
ددې مرستې موخه د کروندګرو ملاتړ او په ټوله کې د کروندګرو د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي له لارې د دوی د عوایدو کچې لوړولو ته زمینه برابرول دي.
