اروزګان کې د اوبو مدیریت په پار شپږ چکډمونه جوړېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۰ - ۱۱:۱۴
اروزګان کې د اوبو مدیریت په پار شپږ چکډمونه جوړېږي

۲۰ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۸ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د اروزګان ولایت په شپږو ولسوالیو کې د سېلابونو د مخنیوي، د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا، د خاورې د تخریب او د رسوبي موادو او اوبو د مدیریت په موخه شپږ چکډمونه جوړېږي.
د اروزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د چارواکو په خبره د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو معینیت د استازو له خوا ددغو چکډمونو د جوړولو هوکړه لیکونه له اړوندو شرکتونو سره لاسلیک شول.  
ټاکل شوې د دغو چکډمونو رغنیزې چارې په ډېر ژر پیل او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي.
د يادو چکډمونو د رغنیزو چارو په پيل سره د اروزګان ولایت د شپږو ولسوالیو لسګونو اوسېدونکو ته د لنډې مودې لپاره د کار زمينه هم برابرېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۲۳
Background image

بررسی وضعیت باغ‌های گیلاس در ولسوالی گرزیوان فاریاب

۲۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
هیأتی متشکل از محمد ظریف رحیق آمر امور زراعتی  ریاست زراعت، آبیاری و مالداری نماینده گان  ریاست حفاظت محیط زیست و ریاست اقتصاد ولایت فاریاب، از باغ‌های گیلاس در. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

بهره‌برداری از کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر در نورستان

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر میان قریه‌های پرونز و دیوی ولایت نورستان که با حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP)، همکاری تخنیکی مؤسسه ان‌سی‌آر‌او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۱
Background image

آموزش ۱۴ مسئول کلینیک‌های حیوانی در بدخشان درباره نمونه‌گیری خون از حیوانات مشکوک به تب سه‌روزه

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
به‌منظور تشخیص به‌موقع بیماری تب سه‌روزه حیوانی و بررسی وضعیت شیوع آن، برای ۱۴ تن از مسئولان کلینیک‌های حیوانی در ولایت بدخشان رهنمودهای تخنیکی درباره علایم بیماری،. . .

BACK TO NEWS