لوګر کې د رومي بانجانو محصولات په بې مخینه توګه زیاته شوې

content_admin
شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۳ - ۱۰:۳۱
لوګر کې د رومي بانجانو محصولات په بې مخینه توګه زیاته شوې


د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د رومي بانجانو محصولات په بې مخینه توګه زیاته شوې ده.
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالله تسل وایي، چې سږکال د لوګر په یو زر او ۷۶۷ هکټاره ځمکه کې رومي بانجان کرل شوې، چې له دغو کروندو څخه ۶۸ زره او ۲۶مټریک ټنه رومي بانجان تولید شوي دي. ښاغلي تسل زیاته کړه، چې تېر کال د دې ولایت په ۴۰۰ هکټاره ځمکه کې رومي بانجان کرل شوې وه، چې له دغو کروندو څخه ۲۱ زره او ۲۰۰ متریک ټنه رومي بانجان تولید شوې وه. د شمېرو له مخې سږکال د لوګر ولایت د رومي بانجانو محصولات درې چنده زیاته شوې ده.
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس وویل، چې په دې وروستیو کلونو کې رومي بانجانو کرکېلي ته ددې ولایت د بزګرانو لېوالتیا زیاته شوې ده. د هغه په خبره، د لوګر ولایت اقلیم د رومي بانجانو کرکېلي ته مناسبه اقلیم ده. عبدالله تسل وویل: «لوګر یو کرنیز ولایت دی، چې ددې ولایت د ۸۰ سلنه وګړي اقتصاد کرنې او مالدارۍ پورې تړلې ده. په دې وروستیو کلونو کې ددې ولایت د رومي بانجانو کرکېله د پام وړ زیاته شوې ده
عبدالله تسل وویل، چې مناسبه اب وهوا، د اصلاح شویو تخمونو وېش او پېژندنه، د نباتي ناروغیو او افتونو کنټرول او د کرنې ریاست له خوا بزګرانو ته لازمې سلا مشورې ورکول په دې ولایت کې د رومي بانجانو د تولیداتو د زیاتوالي مهم لاملونه دي.
د لوګر د کرنې رییس زیاته کړه، ددې ترڅنګ چې ددې ولایت د رومي بانجانو یوشمېر محصولات نورو ولایتونو ته صادریږي، خو بیا هم ددې محصول پلور لپاره مناسب بازار شتون نه لري. د هغه په خبره بزګران خپلو محصولاتو پلور ته مناسب بازار غواړي. د ښاغلي تسل په خبره د لوګر ولایت کابو ۳۰ سلنه بزګران د رومي بانجانو په کرکېله بوخت دي، خو یاد محصول مناسب بازار نه لري او په ټیټه بیه پلورل کیږي. هغه زیاته کړه: «د کرنې ریاست له اړوندو ارګانونو، سوداګرو او مستهلکینو غواړي، چې د رومي بانجانو د پلور او مناسب مارکېت په برخه کې دې ددې ولایت له بزګرانو سره همکاري وکړي، ترڅو رومي بانجانو کرکېلي ته ددې ولایت د بزګرانو لېوالتیا زیاته او عواید یې هم ډېر شي
رومي بانجان له پرمصرفو خوراکي ګیاوو څخه ګڼل کیږي، چې په ډېرو ولایتونو کې یې کرکېله او تولید دود دی، خو د فصل په موسم کې په ډېره ټیټه بیه پلورل کیږي.
په همدې حال کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې ریاست چارواکي وایي، د «جي‌آی‌اس» له لارې چې کومې څېړنې شوي دي ښیي، چې په وروستیو دوو کلونو کې د رومي بانجانو د کرکیلي سیمې پراخې شوي دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې ریاست امر محمداحسان عمري وایي، چې په ۱۳۹۶ یم کال کې د رومي بانجانو کروندې ۱۶ زره او ۳۱۴ هکټاره ځمکه وه او د تولید کچه یې ۱۶۵ زره او ۸۶۵ مټریک ټنو ته رسېدلې وه. په ۱۳۹۷ یم کال کې د هېواد په ۲۴ زره او ۸۹۲ هکټاره ځمکه کې رومي بانجان کرل شوې وه، چې د تولید ټولیزه کچه یې ۲۷۵ زره او ۲۲۲ مټریک ټنه وه. ښاغلي عمري وویل، چې د هېواد د رومي بانجانو سږنۍ کروندې او د محصولاتو کچه تر دې دمه راټول شوي نه دي.
د دوو کلونو د شمېرو ترمخې، په ۱۳۹۶ یم کال کې له هر هکټاره ځمکې څخه ۱۰.۱۷ مټریک ټنه بانجان تولید شوي او په ۱۳۹۷ یم کال کې له هر هکټاره ځمکې څخه ۱۱ مټریک ټنه بانجان تولید شوي دي.
رومي بانجان یو ډول ترکاري ده، چې په ټوله نړۍ کې په خوراکي توکو کې ترې ډېره ګټه پورته کیږي او داسې هم ویل کیږي، چې رومي بانجان په خپله یو ډول خواړه ده، چې تر ډېره په روغتیایي ډګر کې ترې ګټه اخیستل کیږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۲۷
Background image

فصل برداشت پیاز آغاز شد

هفته‌نامه‌ی دهقان | محمد تمیم صدیقی 
افغانستان دارای اقلیم مناسب جهت رشد و پرورش پیاز است. پیاز در ساحات هموار و مرتفع كشت می‌شود و برای نشو و نموی خود به درجه حرارت مناسب، رطوبت نسبی و. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۷:۲۹
Background image

برگزاری جلسه‌ای در مورد چگونه‌گی جمع‌آوری محصولات باغداری

۲۰ اسد ۱۴۰۰
جلسه‌ای در مورد چگونه‌گی جمع‌آوری محصولات باغداری، با حضور شیرشاه امیری معین زراعت و مالداری وزارت زراعت و وحیدالله یوسفی رییس عمومی سیستم معلوماتی نشانه‌های جغرافیایی اداره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

امسال حاصلات بادنجان رومى در بغلان افزایش یافته است

۲۰ اسد ۱۴۰۰
امسال، میزان حاصلات بادنجان رومی در ولایت بغلان، در مقایسه با سال گذشته افزایش قابل ملاحظه‌ای یافته است.
بغلان برای رشد و پرورش بادنجان رومى، آب‌ و هوای مناسب دارد و در طی. . .

BACK TO NEWS