د کرنې وزارت: حج او اوقافو وزارت ته د نهه جریبه ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۲ - ۱۴:۱
د کرنې وزارت: حج او اوقافو وزارت ته د نهه جریبه ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو


٢۲ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د یادې ادارې او د حج او اوقافو وزارت تر منځ یاد وزارت ته د نهه جریبه ځمکې د لېږد تړون د ځمکو چارو ادارې ریاست کې لاسلیک شو.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، چې د کرنې, اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو عمومي ریاست په مقام کې ترسره شوه د دغه ریاست  رییس ملا عبدالرحمن رحماني، د حج او اوقافو وزارت د اوقافو لوی ریيس مولوي حمدالله اخندزاده او د انتقال او وېش ریاست رییس مولوي سید محمد سعید شتون درلود. 
یاده غونده د کابل کندهار په لويه لار د جوماتونو د جوړولو لپاره د ځمکې د لېږد په موخه جوړه شوې وه.
دغه ځمکه چې انډازه يې ټول ټال نهه جريبه ده، د کابل کندهار په لویه لار د میدان وردګ، غزني او کندهار په سیمه کې په درې درې جريبه ځمکه باند درې جوماتونه جوړېږي، چې د یادو جوماتونو د ځمکې لېږد ټړون نن د ځمکو چارو ادارې لوی رياست او د اوقافو لوی ریاست د مسؤلينو تر منځ لاسليک شو.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۲۸
Background image

آغاز کمپاین ملی نهال‌شانی بهاری در کاپیسا

۶ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین ملی نهال‌شانی بهاری از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کاپیسا تحت شعار «غرس نهال صدقه جاریه است» در مرکز محمودراقی به‌گونه رسمی آغاز شد.
این کمپاین با حضور والی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۲۷
Background image

د غزني د کرنې رییس د قویه لرونکو ټولنې رییس او همکارو مؤسسو چارواکو سره مشورتي غونډه ترسره کړه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
دغزنی ولایت دکرنې، ابو لګولو او مالداری رییس مولوی محمد اسماعیل شکیب د قویه لرونکو ټولنې رییس او همکارو مؤسسو چارواکو د ۱۴۰۵ کال د پسرلني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۹:۵۸
Background image

توزیع نهال‌های مثمر بادام برای ایجاد باغ‌های نمایشی در ولسوالی نهرشاهی

۶ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری بلخ از توزیع نهال‌های مثمر بادام برای ایجاد باغ‌های نمایشی در ولسوالی نهرشاهی خبر می‌دهد. این برنامه از بودجه ریاست معیشت بدیل وزارت زراعت،. . .

بازگشت به خبرها