راستنېدونکو کډوالو ته د مېشت غالي نقشه کولو چارې پیل شوې 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۷ - ۹:۵۶
راستنېدونکو کډوالو ته د مېشت غالي نقشه کولو چارې پیل شوې 

پاکستان څخه د اجباري ایستل شویو راستنېدونکو کډوالو وضعیت ته د رسېدنې په پار دکرنې وزارت له لورې د عمري مېشت غالي سکیج جوړ او ډېر ژر به د نقشې له مخې بلاک بندي شي.
د یاد مېشت غالې ترتیب او تنظیم د رییس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي  په لار ښوونه د کرنې وزارت مرستیال مولوي فضل الباري فضلي په مشرۍ، د کابل ښاروالۍ مرستیال مولوي خالد سجستاني، جلال اباد ښاروال عبدالرزاق ضیایې، تورخم ښاروال ملا برجان حاجي شبیر،  دعشر او زکات رییس مولوي شمس الله محمد او تخنیکي انجینرانو له لورې همغږي تر سره او د عملي چاري پیل شوې.
 د کرنې وزارت مالي او اداري  مرستیال مولوي فضل الباري فضلي وویل: «عمري مېشت غالي غیر منظم دی؛ د کرنې برخې د اانجنیرانو له لورې سکیج واخیستل شو؛ چې ډېر ژر به یې نقشه جوړه او پر بلاکونو وویشل شي.» 
هغه وویل  یاد مېشت غالي چې ۲۵۰ جریبه مساحت لري، په درو برخو ووېشل شي او هر بلاک کې به د هر بلاک او هرې خیمې شمېره معلومه وي، چې د چوپړتیاوو په ښه ډول وړاندې کولو کې تر ډېره مرسته وکړي.
دغه راز په مېشت غالي کې ۲۰ زره  هیوادوالو لپاره به نکږدې ۴۲۵۰ خیمې ولګول شي، او د دولتي خدماتي ادارو، خیریه موسیساتو، جوماتونو، تشنابونو، سړکونو، دوکانونو او روغتیایې برخو کارکوونکو ته سیمې په نظر کې نیول شوی دي.
د ښالي فضلي په خبره تردې مهاله ۱۱۹۸ خیمې د عمري په مېشت غالې کې لګول شوي او د نورو د لګولو چارې روانې دي.
وروسته له هغه چې پاکستان له هغه هېواده د افغان کډوالو د اجباري شړلو د بشري قوانينو خلاف پرېکړه وکړه، هره ورځ د تورخم او کندهار له سپين بولدک بندر څخه زرګونه کسان افغانستان ته داخلېږي.
په همدې موخه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه پلاوی په لارښوونه له پاکستان څخه د راستنیدونکو کډوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د امارت له څو ادارو څخه یو کمیسیون جوړ شوی دی، ترڅو له پاکستان څخه راستنېدونکو کډوالو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۳۸
Background image

افتتاح پروژه تنظیم و احیای نبات طبی هنگ در ۲۵ هکتار زمین در ولایت تخار

۲۷ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
پروژه تنظیم و احیای نبات طبی هنگ با هزینه یک میلیون و ۸۰ هزار افغانی در مساحت ۲۵ هکتار زمین در قریه قولبرس شهر تالقان ولایت تخار از سوی آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۳۷
Background image

بررسی پیشرفت کار اعمار کانال خلازی در ولایت پروان

۲۷ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئتی از مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پروان از روند اعمار کانال خلازی بازدید  نموده و میزان پیشرفت فزیکی این پروژه را حدود ۴۷ درصد ارزیابی کرد.
این. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۲۳
Background image

بررسی وضعیت باغ‌های گیلاس در ولسوالی گرزیوان فاریاب

۲۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
هیأتی متشکل از محمد ظریف رحیق آمر امور زراعتی  ریاست زراعت، آبیاری و مالداری نماینده گان  ریاست حفاظت محیط زیست و ریاست اقتصاد ولایت فاریاب، از باغ‌های گیلاس در. . .

BACK TO NEWS