خوست کې دکرنې او مالدارۍ ۱۱ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
۲ تله ۱۴۰۲ه.ش
۹ ربیعالاول ۱۴۴۵ه.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چاراکي وايي، چې ددې ولایت په مرکز متون اواسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالی کې د افغان پرمختیایي مؤسسې په همکارۍ دکرنې او مالدارۍ اړوند ۱۱ پروژې جوړ او کټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د خوست دکرنې ریاست د چاراکو په خبره په دغو پروژو کې دوه شنې خونې، شپږ د وزو فارمونه او درې د فیل مرغانو فارمونه شامل دي.
د دغو پروژو موخه خلکو ته د کار تلپاتې زمینه برابرول او د کرنې او مالدارۍ سکټور ودې اوپراختیا ده.
د خوست دکرنې ریاست وایي، چې نږدې راتلونکې کې به د ۱۵ نورو پروژو چارې هم پیل شي.
