کندهار کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی غونډه

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۲ - ۹:۴۶
کندهار کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی غونډه

دکندهار ولایت د امارتي ځمکودغصب مخنیوی اوغصب شویوځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي ټیم د یاد تخنیکي پلاوی رییس مولوي محمود مظلوم په مشرۍ غونډه دائره شوه.
د غونډې په پيل کې دکندهار دکرنې رييس او د کمېټې مشر مولوي محمود مظلوم لارښوونکې وینا ترڅنګ د تېرې غونډی دپریکړو دتطبیق ارزونه وکړه.
په دې غونډه کې، د یوشمېر عاریضونو عریضې او دوسیې و څېړل شول او ترڅنګ یې د غورک ولسوالی او د کوچیانو د موضوع په هکله مفصلې خبرې اترې وشوې او په هکله یې لازمې پرېکړې وشوې.
دغه راز په دې غونډه کې د نساجي له پله سره پر دولتي ځمکه د پنځمې امنیتي حوزې پر موضوع،  قاري صدیق الله د ښار په څلورمه ناحیه کې د جومات شاته د حج اوقافو پر ملکیت باندې چاردوالي پر موضوع خبرې وشوې او د پڼي کاریز موضوع لپاره یو پلاوی وټاکل شو تر څو دقیق معلومات راټول او وروسته ورباندې پرېکړه ووشي.
په غونډه کي پر ځینو نورو موضوعاتو هم بحثونه وشول او د غونډي نورو ګډون والو یو له بل سره خپل نظرونه شریک کړل.
باید وویل شي، چې کندهار کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۱
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۰
Background image

توزیع مواد غذایی برای دهاقین متضرر از خشکسالی در سمنگان

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت سمنگان با همکاری مالی دفتر شبکه انکشاف باختر برای شماری از دهاقین و افراد بی‌بضاعت متضرر از خشکسالی در مرکز ایبک و ولسوالی حضرت. . .

بازگشت به خبرها