د نیمروز  ولایت په دوو ولسوالیو کې ٧ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲ - ۱۱:۴۳
د نیمروز  ولایت په دوو ولسوالیو کې ٧ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

۲ وږی ۱۴۰۲ه‍.ش
۷ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د نیمروز ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت په دلارام او خاشرود ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د افغانستان د راتلونکو نسلونو پروژې په تخنیکي مرسته د سېلابونو له امله د کرنيزو ځمکو د تخریب د مخنیوي او د ولسوالیو اوسېدونکو ته د کاري بوختیا له امله، تر ٧ زره زياتو کسانو د کار زمينه برابره شوې ده.
ياده پروژه په دلارام ولسوالی کې د پټۍ په پریکولو سره، چې پرمهال د همدې ولسوالۍ ولسوال، حاجي ملا ګل‌نبي نافذ، د نيمروز د کرني، اوبولګولو او مالدارۍ رییس، حاجي مولوي عبدالخالق حکيم‌الله، د پلي کوونکي پروژې چارواکو، د یادې ولسوالی یو شمېر علماي‌کرامو قومي مشرانو او اوسېدونکو په شتون کې، پرانېستل شوه. 
د نیمروز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریيس، حاجي مولوي عبدالخالق حکیم‌الله وویل، د سېلابونو له امله د دوو ولسوالیو د کرنيزو ځمکو او د عامو خلکو د استوګنیزو کورنو د تخریب د مخنيوي، ولسونو ته د کار د زمینه برابرولو او د ځمکې لاندې د اوبو د پياوړي کولو په موخه یاده پروژه پلي کېږي.
د ښاغلي حکیم‌الله په خبره، چې د  دلارام ۴۴۰۴ تنو اوسېدونکو او د خاشرود ۲۸۲۰ تنو اوسېدونکو ته د ۲۰  ورځو لپاره د کار زمینه برابره شوې او هره ورځ هر تن ته شاوخوا ۴۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.
د کرنې رییس د مؤسسې مسؤولینو ته په رښتنې توګه، د ښه او باکیفیته کار سپارښتنه وکړه. 
په نیمروز کې د د افغانستان د راتلونکي نسل د مؤسسې مسؤول، سیدحضرت علوي د پروژې د تطبيق په تړاو وویل، کې د یو میلیونو ٨٧٨ زره او ۴۳۴ امريکايې ډالرو په ارزښت په دوو ولسوالیو کې پروژه پلي کېږي.

د ښاغلي علوي په خبره چې د يوميليون ډالرو په شاوخوا د پروژې تخنیکي لګښت او پاته پیسې د ټاکل شویو کارګرو دي، چې روزانه په کار بوخت دي.
په ورته مهال د دلارام ولسوال، حاجي ملا ګل‌نبي نافذ د پروژې د پیل په موخه خوښ دی او د اړوندو مسؤولینو سره د پوره همکارۍ ډاډ ورکوي. 
حاجي عبدالمالک او امان الله د دلارام ولسوالۍ اوسېدونکي بیا دا ډول پروژې ګټوري يادوي، د اسلامي امارت څخه د خوښې ترڅنګ د پوره همکاریو ډاډ ورکوي.
د دوی په خبره چې په تېرو کلونو کې یادې ولسوالی ته هېڅ ډول پاملرنه شوې نه ده خو د اسلامي امارت د حاکمیت وروسته دلته ډېر خدمات وړاندې کېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

افتتاح و بهره‌برداری یک چکدم با ظرفیت ذخیره ۱۰۰ هزار متر مکعب آب در ولایت فراه

۲۷ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
یک چکدم به طول مجموعی ۴۱۲ متر و ظرفیت تقریبی ذخیره ۱۰۰ هزار متر مکعب آب در قریه انجیران ولسوالی پشت‌کوه ولایت فراه افتتاح و به بهره‌برداری سپرده شد.
مراسم افتتاح این. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت با مسؤول مؤسسه CRS در افغانستان دیدار کرد

۲۷ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عبدالعلی عمری رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در دیداری با محمد آدم حامد، رئیس عمومی مؤسسه بین‌المللی CRS در افغانستان و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۳
Background image

برگزاری سمینار آگاهی‌دهی درباره جلوگیری از کشت کوکنار و ترویج کشت بدیل در سرپل

۲۷ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
سمینار آگاهی‌دهی درباره جلوگیری از کشت کوکنار و ترویج کشت بدیل با اشتراک حدود ۱۰۰ تن از دهاقین در ولسوالی صیاد ولایت سرپل برگزار شد.
در این سمینار نماینده ولسوالی. . .

BACK TO NEWS