لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۳۰ - ۱۰:۲۲
لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

۳۰ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۴ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د لغمان دکرنې رييس مولوی محمد ولي محسن په مشرۍ د لغمان د ولایت مقام په میلمستون کې خپله غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د لغمان دکرنې رييس او د کمېټې مشر مولوي محمدولي محسن لارښوونکې وینا ویلو ترڅنګ د تېرې غونډی دپریکړو دتطبیق ارزونه وکړه.
په دې غونډه کې م دمدعي عبدالجبار د اته  نمرو چه(۲جریبه اوپنځه بسوې)ځمکه کېږي دعوا په مدعي علیهم هریو بنارس ولد شهزاده ګلذاده ولدزیړ ګل،ادم خان ولد سالو خان نجیب الله ولد عصمت الله  چه دمدعي بها دامارتيو والی په اساس دمحکمی له خوا تخنیکی پلاوی ته راجع شوی وه دتیری غونډی دپریکړی سره سم مدعي بها (ساحی ته سفر وکړه اوله نیږدی ولیدل شوه تصمیم ونیول شو چه اړونده دوسیه ددی وروستنیو کړنو په موخه مرکزی کمیسون ته ولیږل شی بیا دقرغیو اولسوالی اړونددکله کوت دسیمی اوسیدونکی مدعي نصرالله ولد هدایت الله مدعي علیه محب الله ولد حمیدالله د(۲۰)جریبه زراعتی ځمکې حقوقي دوسیه چه  دابتدایه محکی څخه دتخنیک پلاوی په عنوان صادر شوی وه دتیری جلسی دپریکړی سره سم مدعي بها چه  دکادستری نقشی له مخی په (۱۵۲) قطعه کی امارتي ښودل شوی وه دواړو لوریو په حضور کی له نیږدی څخه ولیدل شوه کادستری نقشه په ساحه کی تطبیق شوه دنقشی مطابق (۵۸،۳۱۱)جریبه مارتی ځمکه تشخیص او تثبیت شوه .بیا دلغمان ولایت مرکزپوری اړوند مدعي محمد طاهر او مدعي علیه کوچی ولد عبدالحنان د(۳،۵)جریبه ځمکې حقوقي دوسیه چه دمحکمی په هدایت دقضایای امارت له طریقه تخنیکی پلاوی ته رالیږل شوی وه دتیری جلسی دپریکړی سره سم مدعي بها ساحه له نیږدی څخه ولیدل شوه داچه مدعي بها موته امارتي ځمکه وه او مدعي یی دشخصیوالی دعوا درلوده  اودخپلی دعوی داثبات لپاره یی مدارحکم اسناد هم په لاس کی نه درلودل تصمیم ونیول شو تر څو دنوموړی مدعي شخص اړوند دوسیه  مرکزی کمیسون ته  دوروستیو کړنو په موخه ولیږل شی بیا د تخنیکی پلاوی له خوا تصمیم ونیول شو چه دراتلونکی سه شنبی په ورڅ به انشا الله دبیتنی فوم اوالیاس خیل قوم ترمینځ چې کومه منازعه ده متنازع فیه ساحه چه دقرغیو په اولسوالی کی موقعیت لري تخنیکی پلاوی به ورته سفر کوی ترڅو ساحه له نږدې څخه وویني
په دې غونډه کې پر یوشمېر نورو مهمو موضوعاتو هم تر خبرو اترو وروسته مهمې پرېکړې وشوې.
باید وویل شي، چې د لغمان ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۲
Background image

تطبیق پروگرام وقایوی لایم سلفر  در مرکز  ولایت بامیان

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بامیان، توسط تیم تخنیکی مدیریت عمومی حفاظت نباتات و قرنطین، پروگرام وقایوی لایم سلفر را در قریهٔ مالک اشتر مرکز بامیان تطبیق کرد.
در. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۰
Background image

توزیع بسته‌های غذایی در ولایت سرپل آغاز شد

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت ولایت سرپل، به همکاری موسسه سمون نابینایان افغانستان (ABM)، روند توزیع ۱۴۴۰ بسته مواد غذایی را در ولسوالی‌های گوسفندی، سنگچارک و صیاد آغاز کرد.
هر بسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۵
Background image

آغاز برنامه کار در مقابل پول نقد در شهر تالقان ولایت تخار

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار در همکاری  دفتر میشن ایست مقیم ولایت تخار ، برنامه کار در مقابل پول نقد را در شهر تالقان و ولسوالی اشکمش آغاز کرد.
بر اساس این. . .

بازگشت به خبرها