خوست کې له یوشمېر کروندګرو سره مرستې وشوې

۲۹ زمری ۱۴۰۲ه.ش
۳ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «ټي.ال.او» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د سپېرې ولسوالی پر ۱۱۱ کروندګرو د دوی د بڼونو د مېوې ټولولو په پار زینې وېشل شوي دي.
د چارواکو په خبره ددې مرستې موخه د بڼوالو د بڼونو د حاصلاتو سالمه ټولولو او ترڅنګ یې د دوی ملاتړ دي.