پر یوشمېر بزګرانو د لیزرلېول ۳۲ دستګاوې ووېشل شوې

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۶ - ۷:۴۱
پر یوشمېر بزګرانو د لیزرلېول ۳۲ دستګاوې ووېشل شوې

۲۶ وږی ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د لوګر، خوست، پکتیکا، پکتیا او کابل ولایتونو پر یوشمېر مخکښو بزګرانو د ځمکې هوارولو یا لایزلېول ۳۲ دستګاوې ووېشل.

د دغو دستګاوو د وېش په غونډه کې د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو او اوبولګولو مرستیال حشمت الله غفوري وویل: «د افغانستان کرنه تر ډېره په دودیزه بڼه تر سره کیږي، موږ په دې هلو ځلو کې یو چې د هېواد کرنې ته پراختیا ورکړو، چې په کې له عصري کرنیزو ماشینونو او توکو څخه ګټه واخیستل شي.»
هغه وویل، چې ددغو دستګاوو له وېش څخه موخه د کرنیزو ځمکو هوارول، د حاصلاتو کچه لوړول او د اوبو د مصرف کچه ټېټول دي هغه زیاته کړه: « د دې کار موخه دکرنې میکانیزه کول او د عصري کرنیز سیسټم ترویجول دي. له دغو ماشینونو څخه ګټه پورته کول ددې ترڅنګ چې په کرونده کې لږي اوبه مصرفیږي او د اوبولګولو چارې اسانوي، د کتار په ډول کرکېله، خیشاوه او د سرې او تخم شیندلو چارې هم اسانوي او د حاصلاتو د لوړېدا سبب کیږي.»
ښاغلي غفوري وویل، د کرنیزو ځمکو په هوارولو سره کولای شو چې تر
۴۰ سلنه ډېر حاصل ترلاسه او دغه راز د اوبو له ضایعاتو څخه هم ۲۰ تر ۳۰ سلنه مخنیوی وکړو.
له دغو دستګاوو څخه برخمن شوي بزګران د کرنې وزارت څخه په منني سره وویل، له دغو دستګاوو څخه په استفادې سره به د دوی کرنیز حاصلات ډېر او عواید به یې زیات شي.
دغه راز د کرنیزو ځمکو د هوارولو یوه دستګاه د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځی ته ورکړل شوه ترڅو ددې پوهنځی زده کړیالان ورڅخه په عملي چارو کې ګټه پورته کړي.
باید وویل شي، چې ددغو دستګاوو برخمن شویو بزګرانو ته د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د یادو دستګاوو د کارونې په هکله روزنې هم ورکړل شوي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

اشتراک معین زراعت و مالداری در افتتاح و بهره‌برداری سردخانه نور هیواد در کابل

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در مراسم افتتاح و بهره‌برداری سردخانه نور هیواد در منطقه خوشحال‌خان شهر کابل اشتراک کرد.
در. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۲
Background image

توزیع ماشین‌های پشم‌ریسی برای ۴۵۰ زن در ولایت غزنی

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی به همکاری کمیته هالند برای ۴۵۰ تن از زنان در مرکز این ولایت و ولسوالی قره‌باغ ماشین‌های پشم‌ریسی توزیع کرد.
این برنامه به. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

توزیع تخم‌های اصلاح‌شده و کود کیمیاوی به‌منظور ایجاد کشتزارهای نمایشی در ولایت غزنی

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی به‌منظور افزایش حاصلات زراعتی، ترویج استفاده از تخم‌های اصلاح‌شده و گسترش روش‌های معیاری زراعت، برای ۱۸ دهقان در مرکز این. . .

BACK TO NEWS