پر یوشمېر بزګرانو د لیزرلېول ۳۲ دستګاوې ووېشل شوې

content_admin
Tue, Sep 17 2019 7:41 AM
پر یوشمېر بزګرانو د لیزرلېول ۳۲ دستګاوې ووېشل شوې

۲۶ وږی ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د لوګر، خوست، پکتیکا، پکتیا او کابل ولایتونو پر یوشمېر مخکښو بزګرانو د ځمکې هوارولو یا لایزلېول ۳۲ دستګاوې ووېشل.

د دغو دستګاوو د وېش په غونډه کې د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو او اوبولګولو مرستیال حشمت الله غفوري وویل: «د افغانستان کرنه تر ډېره په دودیزه بڼه تر سره کیږي، موږ په دې هلو ځلو کې یو چې د هېواد کرنې ته پراختیا ورکړو، چې په کې له عصري کرنیزو ماشینونو او توکو څخه ګټه واخیستل شي
هغه وویل، چې ددغو دستګاوو له وېش څخه موخه د کرنیزو ځمکو هوارول، د حاصلاتو کچه لوړول او د اوبو د مصرف کچه ټېټول دي هغه زیاته کړه: « د دې کار موخه دکرنې میکانیزه کول او د عصري کرنیز سیسټم ترویجول دي. له دغو ماشینونو څخه ګټه پورته کول ددې ترڅنګ چې په کرونده کې لږي اوبه مصرفیږي او د اوبولګولو چارې اسانوي، د کتار په ډول کرکېله، خیشاوه او د سرې او تخم شیندلو چارې هم اسانوي او د حاصلاتو د لوړېدا سبب کیږي.»
ښاغلي غفوري وویل، د کرنیزو ځمکو په هوارولو سره کولای شو چې تر
۴۰ سلنه ډېر حاصل ترلاسه او دغه راز د اوبو له ضایعاتو څخه هم ۲۰ تر ۳۰ سلنه مخنیوی وکړو.
له دغو دستګاوو څخه برخمن شوي بزګران د کرنې وزارت څخه په منني سره وویل، له دغو دستګاوو څخه په استفادې سره به د دوی کرنیز حاصلات ډېر او عواید به یې زیات شي.
دغه راز د کرنیزو ځمکو د هوارولو یوه دستګاه د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځی ته ورکړل شوه ترڅو ددې پوهنځی زده کړیالان ورڅخه په عملي چارو کې ګټه پورته کړي.
باید وویل شي، چې ددغو دستګاوو برخمن شویو بزګرانو ته د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د یادو دستګاوو د کارونې په هکله روزنې هم ورکړل شوي دي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS