ننګرهار کې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا د پروژې چارې پیل شوې

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۵ - ۱۵:۲۰
ننګرهار کې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا د پروژې چارې پیل شوې

۲۵ وږی ۱۳۹۸
نن دوشنبه د وږي ۲۵مه ننګرهار ولایت ته د کرنې وزیر نصیر احمد دارنی د سفر په لړ کې، په دې ولایت کې د «بڼوالۍ ځنځیري ارزښت پراختیا» د پروژې چارې رسماً پیل شوې. دغه پروژه د زېربناوو د ودې او ښه کولو او د بڼوالۍ د محصولاتو د ځنځیري ارزښت په موخه د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې پلي کیږي.

ښاغلي درانی ددې پروژې له لارې د کرنې د دوامدارې ودې د عملي کولو د لړۍ په هکله وویل: «د نوي بڼونو په جوړولو کې، له خصوصي سکټور پرته د کرنې دوامداره پراختیا ناشونې ده، په همدې موخه موږ ددې پروژې له لارې هغه خصوصي سکټور سره چې د پروسس، بسته بندی او لابراټوار په برخه کې پانګونه کوي، ۵۰ سلنه بلاعوضه مرستې کوو
ددې پروژې لومړی پړاو د
۷۵ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي اسټراټیژي پر اساس د شپږو کلونو په ترڅ کې د کابل، میدان وردګ، غزني، پکتیکا، پکتیا، خوست، لوګر، ننګرهار، بامیان، کنړ او لغمان په ولایتونو کې پلي کیږي.
دغه پروژه، چې په افغانستان کې د بڼوالۍ د ودې او پراختیا په برخه کې کار کوی، د اسیایي پراختیایي بانک له خوا تمویلیږي.
یاده پروژه د متوازن اقتصادي ودې او ټیکاو په برخه کې اغېزناک تمامیږي، چې عمده اغېزې به یې د بڼوالۍ د تولید د معیاري کولو ترڅنګ بڼوالۍ محصولاتو ته بازارموندنه او د محصولاتو د ارزښت لوړولو په برخه کې دي.
په پام کې ده، چې ددې پروژې له لارې د بازارموندې په برخه کې د وړتیالوړولو له لارې سیمه ییز سوداګرۍ ته وده او پراختیا ورکړل شي، د تطبیقي څېړنو او د غوره کرنیزو توکو په استفادې سره د کرنیزو محصولاتو تولید عصري شي، عصري اومدرنې ګلخونې جوړ شي، د کرنې په برخه کې کرنیز تاسیسات جوړ شي، د افغانستان د بڼوالۍ محصولاتو ته وده ورکړي او تر ټولو مهمه داچې دغو محصولاتو لپاره سوداګریز نوم یا (برنډ) جوړ کړي.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

معین مالی و اداری وزارت زراعت به ولایت هلمند سفر کرد

۱۷ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر کاری به ولایت هلمند با معاون والی این ولایت دیدار و در مورد تقویت هماهنگی و همکاری. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۴۱
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون بیماری‌های حیوانی در ولایت جوزجان

۱۷ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین تطبیق واکسین‌های بیماری‌های حیوانی در ولایت جوزجان با توزیع ۸۰ هزار دوز واکسین پی‌پی‌آر و واکسین بروسلوز برای گاو، بز و گوسفند آغاز شد.
در این کمپاین، ۸۰ هزار. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۵۷
Background image

رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت با  شماری از تاجران اوزببکستان و روسیه دیدار کرد

۱۷ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه هماهنگی و تخنیکی به رهبری مولوی عبدالعلی عمری رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با حضور هیئت رهبری اتاق زراعت و مالداری افغانستان. . .

بازگشت به خبرها