روزګان کې له ۳۰۰ کروندګرو سره مرسته؛ ۶۰۰ کندوان، نغدي ملاتړ او نورې کرنیزې اسانتیاوې ورکول کېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۴۳
روزګان کې له ۳۰۰ کروندګرو سره مرسته؛ ۶۰۰ کندوان، نغدي ملاتړ او نورې کرنیزې اسانتیاوې ورکول کېږي

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د  روزګان په ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږي د سره صلیب نړۍوالې کمېټې (آی سي آر سي) له لوري له ۳۰۰ کروندګرو سره د غنمو او اوړو د خوندي ساتلو ۶۰۰ کندوان ووېشل شول، او تمه ده چې په راتلونکو ورځو کې ورته د غنمو د رېبلو ۶۰۰ ماشینونه، د باران ضد ۶۰۰ ترپالونه او دوه زره افغانیه نغدې مرسته هم ورکړل شي.
د  روزګان په ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د کروندګرو د ملاتړ یوه مهمه پروژه عملي شوه. د دې پروژې له مخې له ۳۰۰ کروندګرو سره د غنمو او اوړو د خوندي ساتلو لپاره ۶۰۰ کندوان ووېشل شول، څو بزګر وکولای شي خپل تولیدات د ضايعاتو له خطره وژغوري. مسؤلین وایي، چې په راتلونکو ورځو کې به ورته ۶۰۰ د غنمو د رېبلو ماشینونه، ۶۰۰ د باران ضد ترپالونه او دوه زره افغانیه نغدي مرسته هم ورکړل شي.
د روزګان د کرنې رییس مولوي عطاالله راشد په خبرو کې وویل: «موږ به په دې ولایت کې کروندګر په مسلکي ډول وروزو، څو هغوی وکړای شي په معیاري توګه کرنه وکړي او د خپلو حاصلاتو کچه لوړه کړي.»
مولوي راشد زیاته کړه، چې ډېری کروندګرو د دې مرستو له ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړې ده او لا یې د اصلاح شوو تخمونو غوښتنه کړې، څو د راتلونکي کرنیز فصل لپاره د حاصلاتو کچه لوړه کړي.
دا مرستې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې هم د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لوري په دغه ولایت کې له ۹۷۰ بزګرانو سره د ۲۵ زره افغانیو نغدي مرستې شوې وې، چې له لارې یې د روزګان ګڼې کرنیزې کورنۍ ملاتړ شوې وې. 
روزګان د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی، چې ډېری خلک یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي. جګړې، اقتصادی شرایط، د کرنیزو وسایلو نشتوالي او د کروندګرو د مسلکي روزنې کمښت د دې ولایت د کرنیز سکتور لپاره ګڼې ننګونې رامنځته کړې دي. د سره صلیب نړۍوالې کمېټې په ګډون بېلابېلو مؤسسو په دې سیمه کې د کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره مرستې پیل کړې دي، چې موخه یې د تولیداتو خوندي ساتل، د حاصلاتو ضايعات کمول او د بزګرانو اقتصادي ملاتړ دی.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها