د کندهار نېش کې اړمنو بزګرانو ته د مېوو بڼونه جوړېږي 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۱۵:۳
د کندهار نېش کې اړمنو بزګرانو ته د مېوو بڼونه جوړېږي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ، د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (یو ان ډي پي) په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د کرنیزو چارو آمریت تر څارنې لاندې، د کندهار نېش ولسوالۍ کې د تازه مېوو بڼونه جوړېږي. د یادې پروژې د عملي کېدو لپاره سروې بشپړه شوې او تمه ده چې د بڼونو جوړولو چارې به راتلونکې میاشت پیل شي.
د معلوماتو له مخې، په دې بڼونو کې به انځر، بادام، انګور، انار او نورې مېوې شاملې وي، چې موخه یې د کرنې سکتور پراختیا، د تازه مېوو تولید زیاتوالی، د بزګرانو اقتصادي ملاتړ او د بېوزلو خلکو لپاره د کار زمینې برابرول دي.
د کرنې ریاست مسئولین وايي، چې تېر کال هم په نېش ولسوالۍ کې د بېلابېلو سازمانونو له لوري ورته بڼونه جوړ شوي وو او سږ کال به د نورو اړمنو بزګرانو لپاره هم د مېوو بڼونه په اساسي ډول جوړ شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS