د بادام‌باغ پنځه ویشتم کرنیز نندارتون نوې بدلونونه او اسانتیاوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۴ - ۱۶:۵۸
د بادام‌باغ پنځه ویشتم کرنیز نندارتون نوې بدلونونه او اسانتیاوې

دهقان (بزګر) اوونیزه / عبدالواسع خان‌زاده
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د بادام‌باغ پنځه ویشتم کرنیز نندارتون د روان کال د وري له ۲-۵ د «معیاري تولید، سوداګریزه کرنه» تر شعار لاندې په نویو بدلونونو او پراخو اسانتیاوو سره په لاره واچول شوه.
ددې څلور ورځني نندارتونن په ۲۸۶ غرفو کې حیواني او کرنیز محصولات، نوې کرنیزې ټکنولوژۍ او ماشینونه او د ښځو لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شوي ول.
د روان کال کرنیز نندارتون له نویو بدلونونو او پراخو اسانتیاوو سره مل و، چې له دې ډلې ددې نندارتون یوه ښېګنه دا وه، چې د وزارت ټول کارکوونکو، غرفه لرونکو او د نندارتون ګډونوالو د وای‌فای له لارې وړیا انټرنټ ته لاس رسی درلود.
دغه راز د دې نندارتون د ښه پلي کېدو په پار، د بادام‌باغ څېړنیز فارم خاورین سړکونه ډمبر شوي ول او تشنابونه یې په لا زیاتو امکاناتو سمبال شوي ول.
په ورته وخت کې غرفه لرونکو او نندارچیانو لپاره خوراکي توکو ته د لاس رسي په پار یو کافي‌شاپ هم فعال و.
د کرنې وزارت د خصوصي سکټور ریاست د کرنیزنندارتون آمر حزب الله عالمي وایې، په سږني کرنیز نندارتون کې حیواني او کرنیز محصولات، کرنیزې ټکنالوژۍ او د مېرمنو لاسي صنایع په ۲۸۶ غورفو کې د څلورو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې شوي دي. ښاغلی عالمي زیاته کړه: «په دې نندارتون کې د کرنې، مالدارۍ او لاسي صنایعو ۲۸۶ شرکتونه ګډون کړي دي، چې ۲۰۷ شرکت یې د وچو مېوو، تازه مېوو، زعفران، طبي او صنعتي بوټو، اصلاح شویو تخمونو، لبنیات، کرنیز او څېړنیز ماشینونونه دي او ۷۹ نور شرکتونه یې د ښځو د لاسي صنایعو په برخه کې کړنې ترسره کوي.»
د ښاغلي عالمي په وینا، سږکال د بزګرمېله او د کرنیزومحصولاتو پنځه ویشتم نندارتون کې د نویو بدلونونو ترځنګ ډېرې اسانتیاوې هم رامنځته شوې دي؛ د نندارتون غرفې منظمې او مسطح شوي دي، د نندارتون په شاوخوا کې ۵۰ دانې خځل دانۍ د خځلو لپاره لګول شوي دي، په نوي او عصري بڼه ۵۰ نوې تشانوبونه جوړ شوې، په بارنې موسم کې ننداره کونکو لپاره ۱۴ چترۍ نصب شوې، چې هره یوه یې  له لسو څخه د زیاتو کسانو وړتیا لري، د اوبومنظم سیستم جوړ شوی او ددې ترڅنګ د بادام‌باغ سړکونه قیرشوې، د وزارت ټول کارکوونکو، غرفه لرونکو او د نندارتون ګډونوالو د وای‌فای له لارې وړیا انټرنټ ته لاس رسی لري، د لاسي صنایعو په برخه کې سږکال ۲۰ نوې غرفې جوړ شوې، د نندارتون په سیمه کې نوی کافي‌شاپ جوړ شوی، د نندارتون تر سیمه د توکو لېږد رالېږ او ګډونوالو تګ راتګ ته د ټرانسپورټ اسانتیاوې برابري شوې او د بزګرمېلې لپاره له ۱۱ ولایتونو د څخه ۱۳۰ تنه بزرګران رابلل شوې ول، چې  د هر ولایت بزګرانو د خپل ولایت له دود سره سم مراسم نندارې ته وړاندې کړل. ښاغلی حزب الله عالمي داهم وویل، چې په راتلونکې کال کې به د بزګر مېله او کرنیزومحصولاتو نندارتون له دې هم په ښه ډول ترسره شي.
له سږني نندارتون څخه ګډونوال او غرفه لرونکي هم خوښ دي، دوی وایي، چې سږکال ډېر بدلونونه او اسانتیاوې رامنځته شوي دي.
فرزانه بیات، ددې نندارتون د لاسي صنایعو په برخه کې غرفه لري، بیات وویل: « زه د «فرازنه بیات» په نوم د لاسي صنایعو شرکت لرم او هرکال د بادام باغ په کرنیز نندارتون کې خپلې لاسي صنایع او زیورات نندارې ته وړاندې کوم او له خپل کاروبار څخه ډېر خوښ یم.» آغلې بیات وویل، چې سږکال د بزګر مېله او د کرنیزو محصولاتو نندارتون کې ډېر بدلونونه او اسانتیاوې رامنځته شوي دي او د نورو کلونو ډېرې ستونزې هوارې شوي دي. فرزانې زیاته کړه: « پخوا د لاسي صنایو غرفې دروازې نه درلودې او سږکال د منظم کېدو ترڅنګ ښه دروازې ورته جوړې شوي دي، د ټرانسپورت ستونزه هواره شوې ده، دغرفو برخوالو ته وړیا وای‌فای ورکړل شوې او دې ورته نورې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.»، اغلې بیات داهم وویل، چې نن د نندارتون دویمه ورځ ده او ما د ۴۰زره افغانیو په ارزښت لاسي صنایع او زیورات پلورلې دي. زه دکرنې له وزارت څخه مننه کوم، چې داسې نندارتونونه په لاره اچوي زه د کرنې له وزارته غواړم، چې دا ډول نندارتونونه زیات او په ولایتونو کې هم په لاره واچول شي.
دغه راز دنندارتون یوبل تن ګډونوال عظیم جان رحیمي وویل: «زه د «بهیر ګروپ» په نوم د A4 کاغذ، کارټن او کارت جوړولو او ددې ترڅنګ د کتابونو د چاب په برخه کې کارکوم او دا ټول وطنې تولیدات دي، دامې لومړی ځل ده، چې د بادام باغ د بزګرمېله او د کرنیزو محصولاتو په نندارتون کې مې ګډون کړی زما موخه دلته د بهیرګروپ هېوادوالو ته ورپيژندل دی.  ښاغلې عظیم جان زیاته کړه، چې د بادام باغ د بزګرمېله او نندارتون د هېوادوالو لپاره د تفریح، کرنیزومحصولاتو او وطني تولیداتو د پلور ښه فرصت دی.
د غرفه لرونکو ترڅنګ سږني نندارتون ته راغلي خلک هم له دې نندارتون څخه خوښ دي او وایي، چې داسې نندارتونونه د کورنیو د تفریح لپاره مناسب ځای دی.
یوتن ننداره کونکی خالد امین وویل، زه هرکال د بزګرمېله او د کرنیزو محصولاتو په نندارتون کې ګډون کوم او داسې نندارتونونه په لاره اچول د خلکو د تفریح لپاره ښه ځای ده. امین زیاته کړه، سږکال د بزګرمېله او د کرنیزومحصولاتو نندارتون د نورو کالونو په پرتله منظم او نوې بدلونه پکې راغلې دي، د امین به وینا ترټولو ښه بدلون د سړکونو قیرکول، د ټرانسپورټ اسانتیاوې برابرول او د کافي‌شاپ جوړول دي.
د کرنې وزارت له خوا هر کال د وري دویمه د بزګرمېله او د کرنیزو محصولاتو نندارتون په لاره اچول کېږي، چې لسګونه زره کسان یې نندارې ته راځي او د ډول ډول وطني تولیداتو، کرنیزو محصولاتو او ماشینونو او د ښځو لاسي صنایعو ننداره کوي او ترڅنګ یې د خپلې خوښې توکي هم پېري.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۵:۱۲
Background image

کرنې وزارت کې د ځنګلونو د بیا رغونې او ساتنې د عملیاتي پلان جوړولو په پار غونډه دایره شوه 

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د هېواد د ځنګلونو د بیارغونې او ساتنې د عملیاتي پلان د ارزونې او تنظیم په موخه، غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې د دې وزارت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د کندهار پنجوايي ولسوالی کې بزګرانو او مالدارانو ته د سپما او خپلمنځي ملاتړ روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په پایله کې، د اسلامي هوساینې مؤسسې (آی. آر) په مالي ملاتړ او د پنجوايي ولسوالی د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۴:۴۸
Background image

لغمان کې ۶۲ مالدارو کورنیو ته منرالي خښتې او د شېدو ساتلو لوښې ووېشل شول

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په مالي همکارۍ، د دغه ولایت د مرکز په ګډون د. . .

بازگشت