مېرمن طاهره: کورنۍ باغچه (بڼګۍ) مې په ژوند کې لوی بدلون راوست

mail-admin
مېرمن طاهره: کورنۍ باغچه (بڼګۍ) مې په ژوند کې لوی بدلون راوست

۱۶ سلواغه ۱۳۹۹
د کورنیو باغچو او شنوخونو جوړول د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له بنسټیزو فعالیتونو څخه دي، چې موخه یې د کورنیو د خوړو خوندیتوب، په اقتصادي او ټولنیزو چارو کې د مېرمنو ونډه زیاتول او د کورنیو اقتصادي غوړېدا ده.
د دغو چوپړنو په لړ کې د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ « SNaPP2» پروژه د ننګرهار د باسول د شمشتو کلي اوسېدونکې مېرمن طاهرې ته هم په کورنۍ باغچه کې د کرکېلي په پار د سبو تخمونه، د بزګرۍ اړونده توکې او روزنې ورکړي دي.
مېرمن طاهره د یوې بېوزلې کورنۍ سرپرستي کوي او په وينا يې تر دې مخکې، چې د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ « SNaPP2» پروژه ورته په کورنۍ باغچه کې د کرکېلي په پار د سبو تخمونه او د کرکېلي توکي ورکړي ژوند يې له اقتصادي اړخه د کړاوونو ډک ژوند ؤ.
هغې زیاته کړه، تل به مې هلې ځلې کولې، چې یوه لاره پیداکړم ترڅو د خپل کورنۍ ملاتړ وکړم. په همدې کې یوه ورځ د کرنې وزارت کارکوونکي زموږ کلي ته راغلل او هغو مېرمنو سره، چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د کار کولو علاقه لرل ورسره مرسته کول.
زه هم په دې برنامه کې شامله شوم د کرنې وزارت د « SNaPP2» برنامې کارکوونکي د کرکېلي ټول موارد په ښه او اسانه ژبه تشریح کول او موږ ته به یې ور زده کول.
طاهره وویل، د کرنې وزارت کارکوونکي دوی ته د کرکېلي عصري بڼې او لارې چارې وښودل او ترڅنګ یې پر دوی د سبو اوړني او ژمني تخمونه هم ووېشل.
مېرمن طاهره وايي له کله نه چې، د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ « SNaPP2» پروژه د دوی په سيمه کې کار پيل کړ، نو دې ته يې په کورنۍ باغچه کې دکرکېلي په پار د بېلابېلو سبو تخمونه ورکړل، چې اوس ترې حاصل اخلي.
طاهره وویل: «په خپله کورنۍ باغچه کې مې، چې څلور بسوې ځمکه ده په اوړي، کې بېنډۍ، رومیان او ټینډۍ کرم او په ژمي کې کازرې، سره ملۍ، شلغم، پالک او هوږه. د دغوسبو تخمونه او د بزګرۍ توکې د کرنې وزارت له خوا راته راکول کېږي.»
هغې وویل: «په کورنۍ باغچه کې مې، چې سابه کرلې وه یو څه سابه مې ترې خرڅ کړ، چې درې زره افغانۍ یې راته وګټلې. تر اوسه مې ترې درې زره افغانۍ ګټلې ده او اوس هم یوه اندازه حاصل ورکوي. په پیسو یې د خپل کور نورې اړتیاوې پوره کوم.»
مېرمن طاهره زیاته کړه، چې سابه يې په بازار کې پر خرڅولو سربېره په کور کې هم مصرف کړې دي.
مېرمن طاهره وايي اوس په کورنیو باغچو کې د کرکېلي  پوره مهارت لري او غواړي، چې دې کار ته دوام ورکړي. دا هيله لري، چې د خپل ژوند ټولې اقتصادي اړتياوې له دې لارې پوره کړي.