د وریجو د حاصلاتو هیله بښونکي زیاتوالی: څنګه ځان بسیاینې ته رسېږو؟

mail-admin
د وریجو د حاصلاتو هیله بښونکي زیاتوالی: څنګه ځان بسیاینې ته رسېږو؟

دهقان (بزګر) اوونیزه / د بزګر خبره
دمګړۍ افغانستان د کال څه باندې ۲۰۰ زره ټنه وریجې واردوي او ددغو وارداتو په بدل کې، میلیونونه ډالر له هېواده بهر ځي. ډېر واردات له هېواده بهر د پیسو لېږد زیاتوي او د اقتصادي ودې زمینې کموي.
خو په روان کال کې، د ملي احصایې او مالوماتو ادارې او دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت راپورونه ښیي، چې په هېواد کې د وریجو د کرکېلي سیمې او حاصلات ډېر شوي دي. یادې شمېرې ښیي، چې کروندګرو ته په کرونده کې د اوبو برابرول او د شولې کروندګرو د کاروبار د پیاوړتیا په پار چوپړونه وړاندې کول ددې لامل شوي، چې د وریجو  د کرکیلې سیمې او حاصلات نږدې ۱۵ سلنه ډېر شي.
د ملي احصایې او مالوماتو ادارې د اټکل له مخې، په ۱۳۹۹یم کال کې هېواد ۶۵۵ زره ټنه وریجو ته اړتیا لري، چې د تولید ۴۴۰ زره ټني کچې ته په کتو ۲۱۵ زره ټنه کمښت شتون لري. دا شمېرې یوازې د ۱۳۹۹یم کال اړوند دي. افغانستان سږکال څه باندې ۵۷ زره ټنه وریجې تولید کړي دي. دا په دې مانا که راتلونکی کال په دغو شمېرو کې بدلون را نه شي او وکولی شو چې د زیاتوالي دا کچه ترڅلورو کالو وساتو، نو کولی شو چې په دې برخه کې ځان بسیاینې ته ورسیږو. خو اړینه خبره داده، چې ځان بسیاینې ته د رسېدو په پار یوازې د تولیداتو زیاتوالی بسنه نه کوي.
افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې ده، چې د وګړو شمېر یې په بې سارې توګه زیاتیږي او ددې شونتیا شته چې کابو هم نه شي.
د شمېرو له مخې، له ۱۳۵۲ام کال مخکې، د هېواد د ټولو وګړو شمېر نږدې ۱۵ میلیونه وه. خو د احصایې او مالوماتو ملي ادارې د شمېرو له مخې په وروستیو ۴۰ کالو کې، د هېواد وګړې ۳۲ میلیون تنو ته ورسېد. که په وروستیو ۴۷ کالو کې د وګړو ۱۷میلیوني زیاتوالي (۱۱۳.۳۳ سلنې) د ۳۲ میلیوني وګړو د اټکل په حساب په هر راتلونکی کال تقسیم کړو، هرکال د افغانستان د وګړو په شمېر کې نږدې یومیلیون کسان زیاتیږي. د زیاتوالي دې ضریب ته په کتو د وګړو شمېر هم هر کال زیاتیږي، که دا وضعیت همداسې دوام وکړي په هېواد کې د اړتیاوو کچې نه کنټرولیږي.
یادو موضوعاتو ته په کتو، غواړو ووایو چې هرکال د وګړو د ودې کچه، ټولومحصولاتو ته د هېواد د ټولیزې اړتیاوې کچه لوړوي. دا اړتیاوې په داسې حال کې زیاتیږي، چې د وګړو زیاتوالی، د کرنیزو ځمکو د کموالي لامل هم کیږي. د بېلګې په توګه څومره چې وګړې زیاتیږي، د هېواد په کچه کرنیزې او هوارې ځمکې په استوګنځیو او کورونو بدلیږي او د تولید سیمه کمیږي.
د اړتیاوو د ښه مدیریت او د تولید د لاډېرو سرچینو د ایجادولو په پار او په پایله کې د ځان بسیاینې په موخه، زموږ هېواد اړ دی، چې د تولید د زیاتوالي همغږي ته پاملرنه وکړي او په ورته وخت کې د کرنیزو ځمکو د کمښت مخه ونیسي او دغه راز په هېواد کې د وګړو زیاتوالي کنټرول شي. که یادو برخو ته په یو وخت کې پاملرنه ونه شي، د هېوادوالو د اړتیاوو د تولید په برخه کې پرځان بسیاینه به یوازې یو خوب وي.