زعفران؛ د اقتصادي ځان بسیاینې بېلګه

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۳ - ۱۳:۳۱


محمدهاشم اسلمي، د کرنې په وزارت کې د زعفرانو د پراختیا ستر سلاکار
"د خوړو خوندیتوب" او "دوامداره پرمختګ" د ټولو هېوادونو لپاره ځانګړی اهمیت لري، او اقتصادي ودې او دوامداره پرمختګ ته رسېدل د یوې ټولنې او هېواد اساسي موخې دي.
د دې موخې د ترلاسه کولو یو ټاکونکی او کلیدي لامل د کرنې وده ده. د کرنیزو صادراتو وده د کرنې سکټور د غوړېدا لامل کیږي، چې دا په خپله د اقتصادي پراختیا زېرمې دي.
څرنګه چې کرنه د افغانستان د اقتصاد اساس او بنسټ جوړه وي نو په کار ده، چې د پراختیا په پار یې د لومړنیو اساساتو په توګه خاصه پاملرنه ورته وشي. له بلې خوا، د کښت لپاره د بوټو غوره کول خورا مهم دي، چې لوړ اقتصادي موثریت لري. د کرنې په سکتور کې د تولید شويو بېلابېلو محصولاتو له ډلې یو یې زعفران دی، کوم چې ځانګړی اقتصادي ارزښت لري او د ځانګړي محصول یا (High value Crop) په نوم پېژندل کیږي.
دا مهال په نړۍ کې د زعفرانو د تولد چارې ۹۰ سلنه په لاس یا په غیر میکانیزه ډول ترسره کیږي، په اروپایي هېوادونو کې د کاریګرو د لوړو معاشونو له وجې د تولید کچه د پام وړ ټیټه شوې ده.د بېلګې په توګه ددې محصول مخکیني تولد ۲۵ ټنه وه خو اوس ۲.۳ ټنو ته ټیټه شوې ده. نو له همدې امله افغانستان د زعفرانو په تولید کې په مطلق ډول پریمانه او ارزانه د کاري ځواک په درلودلو سره ښه او ګټور تمامېدای شي.
له بلی خوا، په افغانستان کې د زعفرانو تولید په اقلیم لرونکو ولایتونو کې د کوکنارو بدیل کښت په توګه هر څومره چې شوني وي کولای شي یو مشروع اقتصاد برابره کړي کوم چې د نا مشرو اقتصاد په اړه سیاسي، اجتماعي او اقتصادي پایلې په مخ کې لري.
د هغه څه په اړه چې یادونه یې وشوه، د اقلیم بدلون، په اوړي کې زعفرانو ته د اوبو اړتیا نه شتون، د کم وزن له پلوه په اسانۍ سره لېږد را لېږد، ۸۰ سلنه د زعفرانو ګټه اخېستنه او پروسس د کورنیو غړو او مېرمنو لخوا ترسره کول، د کلیوالي سیمو بې کارو خلکو ته د کار زمینه په( لړم او لیندۍ) میاشتو کې پیدا کول، د ناروغیو او حشراتو په وړاندې مقاومت، هر کال د غوزو یا پیازو د اړتیا نشتون، د خصوصي سکتور او کروندګرو لېوالتیا د ځمکو برابرولو او چمتو کولو ته د زیات عاید د ترلاسه کېدو په موخه هغه څه دي، چې د افغانستان د زعفرانو په تولید کې مهم شمېرل کیږي.
څو کاله دمخه، افغانستان د زعفرانو اړین تخمونه (غوزې) او د زعفرانو وچ تارونه له بهر واردول، چې د شته معلوماتو له مخې ډېر وخت دمخه د یوې سروې له مخې چې ما په هرات او مزارشریف بازارونو کې ترسره کړه د کال ۴۰۰ کیلو بسته بندي شوي زعفران له ایران څخه په ټیټ کیفیت واردېدل چې په داخل کې په مصرف رسېدل. سربېره پردې د زعفرانو اړتیا لرونکي غوزې( پیاز) له هالنډ او ایران هېوادونو څخه په رسمي او غیری رسیمي ډول واردېدې؛ اما اوس د دولت د پاملرنې له مخې د خصوصي سکتور لېوالتیا او د زعفرانو پنځه کلن پلان په بریالیتوب سره پلي کول د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت لخوا د دغې بوټي تر کښت لاندې سیمو کوم چې څلور کاله د مخه یې د کښت سیمهشاوخوا زر هکتاره وه، چې دا شاوخوا اته زرههکتاره او تولید یې له څه باندې ۲۲۰۰۰ ډېر کړي دي او په افغانستان کې د زعفرانو بوټو زېرمې له ۱۲۰ زره ټنو څخه ډیر اټکل شوي دي.
افغانستان چې څو وخت مخکې په نړۍ کې د زعفرانو تولیدونکی هېواد نه پېژندل کېده، نن ورځ د ۳۰ هېوادونو په منځ کې چې د زعفرانو تولید ته یې مخه کړي د ۴.۳سلنه د زعفرانو په تولید سره په نړۍ کې دوهم ځای خپل کړی دی، چې په افغانستان کې د دې صنعت ارزښت له ۱۴۰ ملیون ډالرو ډېر اټکل شوی دی.
د صادراتو له پلوه زموږ ګران هېواد له ایران او هسپانیې ورسته په دریېم ځای کې قرار لري، چې ۱۶.۴۵ سلنه د نړۍ د زعفرانو صادرات په افغانستان پورې اړه لري.
د ۱۳۹۷په صادراتو کې د ۸۵۰ ملیون ډالرو مجموعي څخه شاوخوا ۷۰ سلنه د ۵۹۵ ملیون ډالرو په معادل کرنیز محصولات وه چې شاوخوا ۲۵ ملیون ډالر یعنې ۴.۳ سلنه یې زعفران دي، دا ښیي چې د افغانستان د زعفرانو برخه په نړیوالو بازارونو کې چې د پنځه کلنې پلان(څلور کاله مخکې) شاوخوا ۰،۴۵ سلنه و چې سږکال یې نږدې ۲.۵ سلنې ته لوړ شوی.
زعفران یو له ترټولو غوره تولیدي محصولاتو څخه دی، چې اوسمهال په ۳۴ ولایتونو کې له ۳۰ زره ډېر خلک د زعفرانو په تولید بوخت دي.
همدارنګه په افغانستان کې تر زعفرانو لاندې سیمو ته پاملرنه ددې لام شوي، چې دغه صنعت وتوانیږي شاوخوا ۱۰ زره ته دایمي او دوه میلیونه او ۱۶۰ زره موسمي کاري ورځې رامنځ ته کړي.
د ملي صادراتو په پاليسۍ کې د زعفرانو د خپلواک سکتور په توګه شاملول او په اقتصادي عالي شورا او د وزيرانو شورا کې د زعفرانو د صادراتو ستراتيژي ترتيب او تصويب دغه زار د زعفرانو دوامدار پرمختګ لپاره د پنځه کلن ملي پلان تصویب سربېره، د زعفرانو د کیفیت کنټرول لپاره لابراتوار جوړول او د ITC په مرسته په نړیواله کچه د اعتبار ورکونې د سرټیفکیټ په پار هڅې او د زعفرانو د څېړنې او روزنې نړیوال انستییوت جوړول، چې ودانیزېچارې یې پیل شوي دي، دا ټول د کرنې ، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هوډ ښیي، چې د دې صنعت دوامداره پراختیا ته ژمن دی.
د پروسس او بسته بندۍ مرکزونو رامنځته کول او تجهیز کولو سره کیفیت ته پاملرنه، د نړیوال سندونو ترلاسه کولو لپاره د خصوصي سکتور ملاتړ کول، د بهرنیو کارپوهانو په ګډون د زعفرانو پنځم ملي کنفرانس جوړول، د زعفرانو ملي ټولنه کې د شرکتونو تنظیم، کروندګرو او کارکوونکو ته د لنډ مهاله او اوږد مهالو کورنیو او بهرینو زده کړو زمینې برابرول، د زده کړه ییز لارښود چاپ، اجرایوي کړن لارېبرابره ول، د زعفرانو د پراختیا په پار د ملي ملاتړ سکرتریت رامنځته کول، د پایداره پراختیا لپاره د زعفرانو د کیفیت او کمیت نمونې برابرول، د څېړنیزو پلي شویو پروژو پیلول، د ولایت او ولسوالیو په کچه د روزونکو روزنه، په اوتوماتیک ډول د وچولو توکي وېشل، د زعفرانو جشنوارې په لاره اچول، په انګلیسي ژبه د بولټن جوړښت او د افغانستان د زعفرانو پېژندنه او په بېلابېلو هېوادونو کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د سفارتونو له لارې خپرول، د ولسمشر د فرمان له مخې د زعفرانو واردولو مخنیوی او له چین سره د تړونونو لاسلیک کول دغه راز د متحده عربي امارات او هندوستان هم د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان له مخې د ځان بسیاینې او د صادارتو د ډېر والي په موخه ارزول شوي.
د پورتنۍ اغیزمنو لاسته راوړنو سربېره د کرنې وزارت په دویمې پنځه کالنې برنامه کې، چې په لاس چمتو شوي ده، هڅې او ټينګار به وشي تر څو د سرمایې د ډېرښت او د زعفرانو کروندې لا زیاتې کړي، په نیغه توګه د ټولنو له لارې بازرموندنه، تولیدوونکي شرکتونه او ټولنې، له انټرنیت څخه په ګټې اخېستنې سره په الکترونکي ډول بازرموندنه دودول، د زعفرانو پروسس او بازار موندنې لپاره د بسته بندۍ نړیوال معیارونو ته کار کول، د خصوصي سکتور په وده کې مرسته او د افغانستان د زعفرانو د ځانګړو سوداګرو پېژندل، مناسبه سازماندهي، نړیواله استندردونه ISO, HACCP, CODEX او صادروونکو لپاره په عمده ډول د زعفرانو د تولید لپاره اسانتیاوې برابرول، ترڅو د زعفرانو تولید اقتصادي کړي او د تولید د زیاتوالي لپاره اړین شرایط رامنځته او د زعفرانو صنعت چمتو کړي تر څو په نږدې راتلونکي کې افغانستان وکولی شي د مناسب اقلیمي شرایطو، غوره کیفیت او د شته ظرفیتونو له مخې زعفران تولید کړي، چې د ۵۰ سلنې په شاوخوا کې تولیدي زعفران د نړیوالو بازارونه خپل ځان ته ځانګړي کړو تر څو موږ اقتصادي ځان بسیاینې ته نږدې کړي.