د لغمان د کرنې رییس د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مشر سره د همکاریو پر پراخولو خبرې وکړې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۰:۱۵
د لغمان د کرنې رییس د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مشر سره د همکاریو پر پراخولو خبرې وکړې

۲۲ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۵ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي عبدالستار محمد د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې "اف اې او" مشر ریچارډ سره د قرغیو ولسوالی د چار باغ په سیمه کې وکتل. په دې کتنه کې د اف اې او ختیځ زون مسؤل خوشحال اصفي، د قرغیو بڼوال، بزګران او مالداران هم حاضر وو او د کرنې په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر پراخولو خبرې وشوې.
د کرنې رییس مولوي عبدالستار د یاد پلاوي هرکلی وکړ او د اف اې او له خوا د لغمان ولایت د کرنې او مالدارۍ سکتور ته د ورکړل شوي مالي ملاتړ او پراختیایي پروژو څخه مننه وکړه. نوموړي د ولایت د اقتصادي وضعیت وضاحت ورکړ او ویې ویل چې د لغمان اکثره خلک کرنه او مالداري کوي، خو دا ولایت له اقتصادي پلوه له نورو ولایتونو وروسته پاتې دی.
هغه له "اف اې او" ادارې څخه د غنمو اصلاح شوي تخمونو، کیمیاوي سرو، سوداګریزو شنو خونو او بڼونو، د سبزیجاتو او مېوو د پروسس وسایلو، په جبه زارر ځمکو په ځانګړې توګه د الینګار او الیشنګ سیندونو ترڅنګ د کبانو فارمونو جوړولو، د څارویو لپاره متراکمې خوراکې، نسلي وزو، د تبک وقایوي واکسین تطبیق برخو کې د مرستې غوښتنه وکړه، نوموړي ټینګار وکړ چې دا ډول مرستې به د بزګرانو او مالدارانو په اقتصاد کې مثبت بدلون راولي.
د "اف اې او" ادارې له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د کرنې، مالدارۍ او خوړو خوندیتوب په برخو کې فعالیتونه ترسره کوي. د یادې ادارې مشر ریچارډ په دې کتنه کې د لغمان د کرنې ریاست له مشرتابه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې په یادو برخو کې به نوې پروژې تصویب کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت