هرات کې د قزاقستان هېواد له سفیر سره د کرنې، سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا په موخه ناسته وشوه  

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۱:۲۵
هرات کې د قزاقستان هېواد له سفیر سره د کرنې، سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا په موخه ناسته وشوه  

۹ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د هرات ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، سوداګرو او پانګوالو د قزاقستان له سفیر ګزیز اکباسوف سره ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د کرنې رئیس الحاج آخندزاده ملاعبدالحی منیر، د بهرنیو اړیکو د استازولۍ رئیس ډاکټر محمد اسماعیل سلیم، د چاپېریال ساتنې رئیس مولوي عبدالعلي متقي، یو شمېر امارتي چارواکو او د کرنې او مالدارۍ اتحادیو غړو ګډون درلود.  
ناسته د قران کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه او د کرنې ریاست له لوري راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست وویل شو. دواړو لوریو دغه ناسته د لا ښې همغږۍ او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره مهمه وبلله.
د قزاقستان سفیر ګزیز اکباسوف، د هرات د خصوصي سکتور، سوداګرو او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو تولیدوونکو سره د لیدنې خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې قزاقستان غواړي په افغانستان کې سوداګریز فعالیتونه پراخ کړي او د پانګونې زمینې پراخې کړي.
د ناستې په پای کې، ګډونوالو د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نندارتون څخه لیدنه وکړه، چې پکې غالۍ، زعفران، شات، ممیز، وچه او تازه مېوه، طبی بوټي، لبني محصولات او نور توکي نندارې ته وړاندې شوي وو.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۶:۰
Background image

د خوست د کرنې ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال د عوایدو راټولولو په برخه کې دویم مقام خپل کړ

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال په اوږدو کې د عوایدو راټولولو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنه تر لاسه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۵۸
Background image

د میدان وردګو جغتو کې یوشمېر بزګران وروزل شول

 ۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسلکي کارکوونکو له خوا د دې ولایت د جغتو ولسوالی یوشمېربزګران د غنمو د کرکیلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۳۵
Background image

د کندهار دکرنې ریاست او انسټو پوهنتون ترمنځ دګډې همکارۍ په پار ناسته وشوه

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرشید منیب او د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون رییس مولوی شبیراحمد. . .

بازگشت