د کرنیزو تبلیغاتو او تعلیماتو آمریت

mail-admin

د کرنې د پراختیا او ترویج لوی ریاست

د کرنیزو تبلیغاتو او تعلیماتو آمریت پیژندنه:

کرنیز ترویج د وګړو  لپاره د ښوونې او روزنې یوه ښه بڼه ده. ځګه، چې ترویجي روزنه او ښوونه  که په ځانګړي ډول وي او یا هم په ګروپي او ډلیز ډول سره،  تر يوې  اندازې  د ناپوهي کچه را ټيټه  وي او کلیوالي وګړي دا زده کوي، چې  په کوم ډول سره په آرمه او هوسا  ډول خپل ژوند وکړي او د خپلو اړتیاو د پوره کیدو په پار د  خپلو  حاصلاتو په  کچه کې لوړوالی راولي.

ترویجي تعلیمیات، چې په عملي ډول سره زده کول دي او په بشپړ ډول سره د اوریدلو ، لیدلو او عملي کولو په ترڅ کې زده کيږي.  ترویجي تعلیمات  د  عملي او تخنیکي تمریرینو په ښودلو سره  د کروندګرو  تولیداتو  د  زیاتوالي، داقتصادي ودې او د کرنیزو محصولاتو په  زیاتوالي کې ځانګړي رول لري او له بله  پلوه  د کرنېزې تکنالوژی د پرمختګ  تیزوالي په رسمي ډول سره   پرته  د کلیوالي خلګو د تعلم د  کچې په پام کې نیولو سره ښوونې او روزنې ته اړتیا لري.  کرنیز ترویج یوه ګټوره وسیله ده، چې دخلکو په منځ کې د هغوی په خوښه سره دغه علمي  او تخنیکي تعلماتو رواج موندلی دی او هغوي د وخت په اګروتخنیک لارو چارو سمبال شوي دي.

د کرنې د ودې او ترویج لوی ریاست د کرنیزو تعلیماتو او تبلیغاتو آمریت،  د هیواد د بڼوالو، کروندګرو، مالدرانو او د ترویج د مرکزي او سیمه ازیزو کاروونکو د وړتیاوو لوړونې په برخه کې ، په پیل کې د کرنې په ټولو برخو کې د هیواد  د کروندګرو، د ترویج د سیمه ایزو او مرکزي مامورینو، د کروندګرو او بڼوالو   د لومړینو اړتیاوو پيژندلو په برخه کې ، د هیواد ۳۴ ولایتونو  ته  د کارکوونکو سفرونو په برخه  کې او همدا راز د کرنیزو ترویجي خدمتونو له امرینو او ترویجي مدیرانو سره  اړیکو درلودلو په برخو کې کړنې تر سره کوي.

د کرنې د ودې او ترویج لوی ریاست د کرنیزو تعلیماتو او تبلیغاتو آمریت د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې د مخکښه کروندګرو، بڼوالو او مالداران وړتیاوې د چاپ شویو  کتابونو، نشریو، بروشور، پامپلیټونواو د ترویجي پیغامونو د ویش له لارې هم  لوړوي.

د کرنیزو تبلیغاتو او تعلیماتو آمریت  د راډیويي (کرنه او مالدارئ) برنامې لپاره د کرنیزو او مالدارئ چارو   په برخه کې د خبري توکو  د تولید او برابروالي  دنده په غاړه لري. نوموړې برنامه په اونئ کې دوه ځلې د افغانستان د ملي راډیو له څپو څخه د شنبې په ورځ له ۵:۰۰ څخه تر ۵:۳۰ بجو  او د سې شنبې په ورځ  د مازدیګر له  ۵:۳۰ څخه   د ماښام تر  ۶:۰۰ بجو پورې د افغانستان د ملي راډیو د لوي مدیریت له لارې په ورخينی ډ‎ول سره  په ټول  هیواد کې د کروندګرو د پوهاوي اوړ د هغوی د فکرونو د روښانه کولو او همدا راز هغوی ته د نوې کرنیزې تکنالوژي د پيژندلو په پار خپریږي.

همدا راز  د ټلویزیون د کرنې او مالدارئ د برنامې د پروډيو سر په همکاری د ( کرنې او مالدارئ) تلویزیوني برنامې د ثتب دنده هم په غاړه لري. د کرنې او مالدارئ ټلویزیوني برنامه د لوی مدیریت له  خوا     د پنجشنبې په ورځ د مازدیګر له ۴:۰۰ بجو څخه د مازدیګر تر ۶:۰۰ بجو پورې  او تکرار یې د شنبې په ورځ د سهار په ۹:۰۰ بجو په ټول هیواد کې خپریږي.

دغه آمریت په مرکز او ولایتونو کې د ترویج ریاست لخوا  د جوړ شویو سیمنارونو او  ورکشاپونو له جریان  څخه د فلم اخیستنې دنده  هم تر سره کوي 

همدا راز د کرنې د ودې او د ترویج لوی ریاست د کرنیزو تبلیغاتو او تعلیماتو آمریت په بهر او کور دننه کې د روزنیزو کورسونو، سیمنارونو، ورکشاپونو او په کرونده کې د تخنیکيي او تدریسي روزنیزو لیدنو له لارې  د کروندګرو، مالدارانو، بڼوالو، د ترویج مرکزي او سیمه ایزو مامورینو د وړتیا لوړولو دنده په غاړه لري.

 لاسته راوړنې: 

  •  له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د کرنیزو تبلیغاتو او تعلیماتو آمریت پنځه کلن پلان جوړول او د بن په غونډه کې د رپوټ د وړاندې کولو په پار  یې د وزارت د دفتر ریاست مقام ته لیږل.

  • د هیواد کروندګرو، مالدارانو د ستونزو د هواري په پار د Call Center  او د روشن شبکي د 2-3-4 د برنامي رامنځ ته کول.

  •  د کرنیز ملي انسټیټوټ د میکانیزم، د آنلاین روزنیز سیستم، او د فوق لیسانس روزنیز سیستم  رامنځته  کول.

  • په ټول هیواد کې د  دکروندګرو د معلوماتي او رزونیزو مرکزونو(FLRC) رامنځته کول، چې دمګړی یې په ۵ ولسوالیو کې د کرنې وزارت څانګې او   د برنامو د پلي کیدو په پار جوړ کړي دي.

  • په کلنې ډول سره ۵۰۰ جلده توکي د (کتاب، نشریې، بروشر) په بڼه  «د ځمکې د دوامداره پاتې کیدو، د موسمي رسالو ، د خاکسترک تاک د علمي رسالې چاپول، د نویو خوراکي توکو د محصولاتو د کچې لوړاوی، بامیې  دکرنې لارې چارې  ، د کرنیزو تولیداتو او د خوراکي توکو ګټې ، د  ګارزو تولید او د هغې ګټې، د سمارقو پیژندنه، د کلیوالي ټولنو  پراختیا، د کچالیو  روزنه او کښت ، د کرنې د پلې کیدو په پار عملي طرحې،  د رومي بانجانو  د حاصلاتو د تولید او تنظیمولو، د ګډې څارنې او ارزونزې په پار پلان جوړونه، د سبو ګټې او د زردالیو رزونې» په بیلا بیلو برخو کې چاپول او د ویش په موخه یې د  هیواد ۳۴ ولایتونو ته  لیږل.

  • ترویجي منول د ۳۰۰ جلده په شمیر چاپ شوی او د ۳۴ ولایتونو د کرنې ادارو ورځنې ګټه پورته کړې ده.

  • د کرنې او مالدارئ په برخو کې د تلویزیوني او راډیويي برنامو ثبت اود کلیپونو برابرول.

  •  د کروندې په اړه  د کرنې برخې له ۹۶ کارپوهانو او ۱۸۰ کروندګرو سره مرکې کول، د ۷۲ کرنیزو برنامو ثبت او له ملي ټلویزيٍون څخه یې خپرول.

  • په کابل ولایت کې  د هیواد د ۲۶ ولایتونو ۵۴۰ تنه کروندګرو او بڼوالو ته د (انګورو، زردالیو، بادامو، مڼو، کچالیو، رومي بانجان او پیازو )  د پروپوزل لیکنې په برخه کې روزنه ورکول.

  • په کابل ولایت کې د هیواد د ۲۶ ولایتونو ۵۴۰ بڼوالو او کروندګرو ته د کرنیز تخنیکي پروپوزل  لیکنې او د میوو  او سبزیجاتو کروندو په برخه کې   کې رزونه ورکول.

  • د هیواد د مرکزي او سیمه ایزو ۵۰ کسه د ترویجي فني مامورینو لپاره د دوست هیواد تاجکستان لخوا په وچو سیمو کې  د بڼوالی او کرنیرو فارمونو په برخه کې د تجروبو شریکولو او کانسبټ پروپوزل د تخنیکي بیا کتنې  په پار رزونه ورکول.

  • د هیواد د مرکزی او سیمه ایزو ۳۰ کسه د  ترویج فني مامورینو لپاره د دوست هیواد ازبکستان لخوا د کانسبت پروپوزل د علمي سیر ورکشاپ جوړول  او  د پنبې د کروندو او د پنبې د پروسس د ستګاوو په برخه کې د تجروبو شریکول

  • د دوست ترکمنیستان هیواد لخو د هیواد  مرکزي او سیمه ایزو ۴۰ کسه د ترویج فنی مامورینو لپاره د بڼوالی او کرنیزو فارمونو په برخه کې د تجروبو شریکولو او  د کانبست پروپوزل د تخنیکي بیا کتنې لیدنې په اړه رزونه ورکول.

د کرنیز تبلغاتي او تعلیماتي آمریت موخې:  

د  کروندګرو، مالدارانو، بڼوالو او  د مرکزي او ولایتي ترویجي مامورینو وړتیاوې لوړل، د کرنیزې پرمختللې تکنالوژي پیژندنه، دمالدرائ او کرنیزو چارو د نویو سیستمونو رواجول، د کرنیزو حاصلاتو د اقتصادي کچې لوړول، د کروندګرو او د هغوی د کورنیو   د اقتصادي حالت  لوړول،  په هیواد کې او له هیواد څخه بهر  د روزنیزو  کورسونو، سیمنارونو، ورکشاپونواو تخنیکي روزنیزو  لیدنو او په کروندو کې د تدریس له لارې  بازارموندنه کول دي.

د کتابونو، نشریو، بروشرونو، پامپلیتونو او ترویجي پیغامونو چاپ او په ټول هیواد کې یې ویش.

د کرنیزو تبلیغاتو او تعلیماتو آمریت  د راډیويي برنامې(کرنه او مالدارئ) لپاره د کرنیزو او مالدارئ چارو   په برخه کې د خبري موادو د تولید او برابروالي  دنده په غاړه لري. نوموړې برنامه په اونئ کې دوه ځلې د افغانستان د ملي راډیو له څپو څخه خپریږي.

د (کرنې او مالدارئ) ټلویزیوني  برنامه د ملي ټلویزيون  د کرنې او مالداري برنامې د پروډیوسر په همکاری  ثبتیږي.

د کرنیزو تبلیغاتي او تعلیماتي آمریت لرلید:

د کرنې د ودې او د ترویج د پراختیا لوی ریاست  د کرنیزو تعلیماتو آمریت  تل په دې هڅه کې دی، چې په هیواد کې او له هیواد څخه بهر د روزنیزو کورسونو، سمینارونو، ورکشاپونو، تخنیکي لیدونو او په کروندو کې د روزنیزو پروګرامونو جوړولو، د کتابونو ، نشریو، پروشورونو، پامپلیټونو، ترویجي پیغامونو چاپولو او د ملي راډیو ټلویزیون له لارې د کرنیزو برنامونو نشرولو په ترڅ کې غواړې، چې د هیواد کروندګر، بڼوال او مالداران  له کرنیزې نوې تکنالوژی او سیستم سره د بلتیا په پار وهڅوي، ترڅو چې له دې لارې هم د هیواد اقتصادي حالت  او هم د کروندګرو، بڼوالو او د هغوی د کورنیو د کرنیزو حاصلاتو اقتصادي حالت لوړ شي.

د کرنې د ودې او د ترویج د پراختیا لوی ریاست  د کرنیزو تعلیماتو آمریت  یو کلن او پنځه کلن پلانونه لري او هر کال د کرنیزو تبلیغاتو او تعلیماتو آمریت د خپلې شته  بودیجې په  ترڅ کې  شاوخوا  ۵۰۰ کروندګر او ۱۲۰  تنه د ترویج مرکزی او سیمه ایز کارکوونکی  په هېواد کې او له هیواده بهر د رزونیزو کورسونو او سیمنارونو له لارې  د کرنې او مالدارئ په بیلا بیلو برخو کې  یې  مسلکي او کاري وړتیاوې لوړوي.

د کرنیزو تبلیغاتو او تعلیماتو آمریت  د هیواد د کروندګرو او مالدارانو کرنیز اګروتخنیک ته د هڅونې په پار یو شمیر (کتابونه، نشریې، بروشرونه، پامپلیټونه او ترویجي پیغامونه) چاپوي او همدا راز په ټول هیواد کې د کرنیزو راډيويي او ټلویزیوني برنامونو نشرول دي، ترڅو له دې لارې د هیواد او کروندګرو په کرنیزو حاصلاتو کې  زیاتوالی راشی. کروندګر او مالدار کرنیز اګروتخنیک نوي سیستم ته وهڅول شي او هیواد مو پر ځان د بسیاکیدو په لور برابر شي.