د کندهار درېیو ولسوالیو کې پر لسګونو کورنیو بلاربې وزې او اړین توکي ووېشل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۰:۱۶
د کندهار درېیو ولسوالیو کې پر لسګونو کورنیو بلاربې وزې او اړین توکي ووېشل شول

۹ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپایي ټولنې په مالي او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ د کندهار د پنجوايي، ډنډ، او دامان ولسوالیو پر ۶۵ بیوزلو او اړمنو کورنیو وزې، د څارویو متراکمه خوراک، او اړین توکي وېشل شوي دي.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دې مرسته کې ۲۵ کورنۍ د ډنډ، ۲۰ کورنۍ د دامان، او ۲۰ کورنۍ د پنجوايي ولسوالۍ شاملې وې، چې هرې کورنۍ ته ۲ بلاربې وزې، ۱۰۰ کیلوګرامه د څارویو متراکمه خوراکه، د څارویو لپاره د اوبو ټپ، د خوراکي توکو آخور، او د سامانونو کور ته رسولو لپاره کرایه ورکړل شوه.
د دې مرستې موخه د بیوزلو او اړمنو کورنیو ملاتړ، د مالدارۍ په برخه کې د دوی اقتصادي وضعیت ته وده ورکول، د کورنیو د لبني اړتیاوو پوره کول، او د وزو د محصولاتو له لارې د بازار اړتیاوو رفع کول دي، ترڅو کورنۍ وکولای شي خپلې نورې اړتیاوې هم تر یوه بریده پوره کړي.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم د کندهار د کرنې ریاست په هڅو او د اسلامي هوساینې سازمان په مالي ملاتړ په ارغنداب او ارغستان ولسوالیو کې ۷۵۰ کورنیو ته د ګلابي نسل وزې وېشل شوې وې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۲۲
Background image

د پکتیکا ولایت د جاني‌خېلو په ولسوالی کې ۲۰ کورنیو ته د خوراکي توکو د پروسس توکي ووېشل شول

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د جاني‌خېلو په ولسوالی کې د خوراکي توکو د پروسس د ملاتړ په موخه، ۲۰ کورنیو ته د خوراکي توکو د پروسس ځانګړي کیټونه ووېشل شول.
یا. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۱۰
Background image

کونړ کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکټوري غونډه دائره شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د کونړ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د سکټوري اداراتو په ګډون د ټولو هغو مؤسساتو چې دکرنې او مالدارۍ په برخه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۶
Background image

ختیځ زون کې په مېوه لرونکو ونو نږدې یو میلیونه زخي تثبیت او براورد شوي

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او دمالدارۍ ریاست د تخمونو تصدیق د ورکړې امریت کارکوونکو له لورې د ختیځ زون (ننګرهار، کونړ او لغمان ) ولایتونو کې. . .

بازگشت