د پکتیا ځاځي‌اریوب ولسوالی سپینې شګې سیمې څخه د اختر درېیو ورځو کې شاوخوا ٣۵٠ زره سیلانیانو لیدنه کړې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۱ - ۱۴:۳۹
د پکتیا ځاځي‌اریوب ولسوالی سپینې شګې سیمې څخه د اختر درېیو ورځو کې شاوخوا ٣۵٠ زره سیلانیانو لیدنه کړې

۲۱ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د ځاځي‌اریوب ولسوالی سپينې شګې تفريحي سیمې ته د لوی اختر لومړۍ ورځې څخه تر دې مهاله "دریمې ورځې" پورې شاوخوا ٣۵٠ زره سیلانیانو د تفریح لپاره لیدنه کړې دی، او همدارنګه ۱۳ زره موتر ورغلی دی.
د ولایت په کچه ګډی کمیټی غړو او د شرکت مسؤلینو په خبره په یاده سیمه کې د سیلانیانو لپاره تر دوه زره خېمې، د ناستې غرفې، برښنا، اوبو سیستم، هوټلونه، کافي شاپونه، د موټرو لپاره تم ځای او بېلابېلې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
دا لومړۍ ځل دی، چې په دغه شمېر سیلانیان دغې تفریحي سیمې ته ورغلي دي، په تېرو اخترو کې سپینې شګې ته شاوخوا تر ١٠٠ زرو پورې سیلانیان ورغلي و.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد غونډه دایره شوه

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د دعوت او ارشاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې پر ۱۷ بې وزله کورنیو ته دوه کلنې خوسکۍ ووېشل شوې

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا »مؤسسې په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د غزني ده‌یک ولسوالی د ستونزو دحل په موخه د ولایتي چارواکو سفر

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني والي ملا ولي جان حمزه په داسې حال کې، چې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب او یوشمېر نورو. . .

بازگشت