خوست کې د څارویو لپاره د وینه‌بهېدونکې تبې او چینجیو پر وړاندې د وقایوي کمپاین څارنه وشوه

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۷:۲۹


۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د څارویو روغتیا او مالدارۍ آمریت آمر ډاکټر انعام الله جاوید د یاد ریاست له ځینو مدیرانو سره یو ځای، د ولایت مرکز اړوند د څارویو نخاش څخه د وینه‌بهېدونکې تبې او چینجیو پر وړاندې د وقایوي کمپاین څارنه وکړه.
د دغه کمپاین په ترڅ کې د څارویو منظمه دواپاشي روانه ده، چې له مخې به یې تر لوی اختر پورې هره ورځ نخاش ته راتلونکي او تلونکي څاروي دواپاشي کېږي.
د کرنې ریاست مسؤولین وايي، چې د یاد اقدام موخه دا ده، څو خلک وکولای شي د لوی اختر لپاره له سالمو او روغو څارویو استفاده وکړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت