بادام‌باغ کې د بزګر مېله او د کرنیزو محصولاتو پنځه ویشتم نندارتون پرانیستل شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۲ - ۱۶:۲۸
بادام‌باغ کې د بزګر مېله او د کرنیزو محصولاتو پنځه ویشتم نندارتون پرانیستل شوه


۲ وری ۱۴۰۰
د کرنیزو محصولاتو پنځه ویشتم نندارتون او د بزګرمېله، د «معیاري تولید، سوداګریزه کرنه» تر شعار لاندې نن د وری دویمه د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې رسماً پرانیستل شوه.
د دې څلور ورځنۍ نندارتون، په ۲۸۶ غرفو کې د مالدارۍ او کرنیز محصولاتو، کرنیز نوي ټکنالوژۍ او د ښځو لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شوي دي.
د یاد نندارتون او بزګرمېلې په پرانیست غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي وویل، چې په ۱۳۹۹یم کال کې د کرونا وبا له وجې په هېواد کې یوشمېر اقتصادي فعالیتونه وځنډول شول، خو د کرنې د برخې فعالیتونه لا هم په پراخه توګه ترسره شول. ښاغلی احدي وویل، چې تېرکال د کرنې وزارت وتوانېدل، چې د کچالو، پیازو، او تازه مېوو د ساتنې په پار په ټول هېواد کې څه باندې ۱۲ زره ودانۍ جوړې کړي. هغه وویل، چې د کرنې له پلوه تېر کال د افغانستان لپاره بد کال نه و، او یوشمېر کرنیز محصولات له ډلې د غنمو او وریجو حاصلات د پام وړ زیاتوالی درلود.
ډاکټر انوارالحق احدي دغه راز وویل، چې د لږو ورښتونو له وجې روان کال کې د وچکالۍ شونتیا قوي ده، خو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، ددې وضعیت د احتمالي منفي اغېزو د کموالي په پار حکومت ته ځانګړې وړاندیزونه وړاندې کوي. هغه وویل: « ۱۳۹۹یم کال د کرونا وبا تر اغېزې لاندې راغله او په ۱۴۰۰ کال کې د وچکالۍ وړاندوینه هم شوې ده. اوسني بارانونه د وچکالۍ اغېزې کموي، خو ددې ترڅنګ هم د کرنې وزارت خپلې برنامې لري. د کرنې وزارت د وچکالۍ په برخه کې خپل وړاندیزونه چمتو کړي دي او ډېر ژر به دغلو دانو او علوفې په برخه کې حکومت ته خپل وړاندیزونه وړاندې کړي.»
د کرنې وزیر دغه راز ټینګار وکړ، چې د روان لمریز کال په ترڅ کې به د اصلاح شویو تخمونو د وېش کچه ۱۷ زره مټریک ټنه زیات شي او نږې ۸۰ زره هکټاره نوي ځمکې به دخړو بولو تر پوښښ لاندې راوستل شي. د هغه په خبره، د اوبولګولو برنامې به ادامه ولري، او په همدې توګه د کچالو، پیازو او تازه مېوو د ساتنې په پار په نږدې دوه زره نوي ودانۍ او په ۱۵ ولایتونو کې به د څارویو د ناروغیو د تشخیص لابراټوارو نه تجهیز او جوړ شي. هغه وویل، چې د کرنې وزارت د روان کال په ترڅ کې د مېوو د پراختیا او پرمختیا په پار ځانګړې او د پلي کېدو وړ برنامې لري. ښاغلی احدي وویل، چې دکرنې وزارت د کرنیز سکټور د ملاتړ او پیاوړتیا په پار هم ځانګړې او مهمې برنامې لري.
ډاکټر انوارالحق احدي وویل، چې تر راتلونکو درې یا څلورو کالو پورې به افغانستان د غنمو، وریجو او د چرګانو غوښې د تولید په برخه کې به ځان بسیاینې ته ورسېږي. هغه وویل: «تر راتلونکو درې- څلورو کالو پورې د غنمو، وریجو او د چرګانو غوښې د تولید په برخه کې به ان‌شاءالله ځان بسیاینې ته ورسېږو. بڼوالۍ ته به ښه پراختیا ورکړو، د افغانستان کرنه به په سوداګریزه بڼه عیار کړو، د کرکېلي اقتصادي معقولیت به لا زیات کړو، د کرنیزو محصولاتو صادرات به د پام وړ زیات کړو، کرنیز صنعت ته به ښه وده ورکړو او په ډېرو برخو کې به په هېواد کې دننه ځنځیري ارزښت بشپړوو.»
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر زیاته کړه، چې یاد وزارت نوی کال په «خوش‌بینی» سره پیلوي او دا خوش‌بیني پر واقع بیني ولاړه ده.
دغه راز د کرنې په وزارت کې د خصوصي سکټور دبرخې د پراختیا رییس حبیب الله حبیبي، د بادام باغ د پنځه ویشتم کرنیز نندارتون په هکله وویل، چې په سږني کرنیز نندارتون کې د مالدارۍ او کرنیز محصولاتو، کرنیز ټکنالوژۍ او د مېرمنو لاسي صنایع په ۲۸۶ غرفو کې د څلورو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې شوي دي. ښاغلی حبیبي وویل: «په دې نندارتون کې د کرنې او مالدارۍ ۲۸۶ شرکتونه ګډون کړي دي، چې ۲۰۷ شرکت یې د وچو مېوو، تازه مېوو، زعفران، طبي او صنعتي بوټو، اصلاح شویو تخمونو، لبنیات، کرنیز او څېړنیز ماشینونو نه دي او ۷۹ نور شرکتونه یې د ښځو د لاسي صنایعو په برخه کې دي.
ددې نندارتون بله برخه د حیواناتو اصلاح شوي نسلونو، نوي کرنیز او پراختیایي ټکنولوژۍ د کرنې او مالدارۍ په برخه کې نوي کرنیز او پراختیا یي ټکنولوژیو ته ځانګړي شوي دي.»
بلخوا، یوه کروندګره مېرمن لیلما محمودي وویل، چې په وروستیو کلونو کې دکرنې وزارت فعالیتونه د خلکو د اقتصادي پیاوړتیا لامل شوي دي.  هغه چې مخکې د کور مېرمنه وه، وایي، چې د کرنې وزارت او یو شمېر موسسو له خوا ۱۳ کاله وړاندې ورته د سوداګرۍ او کرنیزو فعالیتونو په برخه کې ورته دکار زمینه برابره شوه. د لیلما خاوند نږدې ۱۸ کاله کېږي، چې له ناروغۍ کړیږې او هغه د خپل اته لوړنې او یو کوچنی زوی  لګښتونه پوره کوي. لیلما وویل، چې څلور لوړنې یې ډاکټرانې او یو لور یې معلمه ده او هغه په یوازې ځان  د سوداګرۍ او کرنیزو فعالیتونو له لارې خپلو اولادونو ته د زده کړې زمینه برابره کړې ده. لیلما د کرنې وزارت له مرستو څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې محصولات یې د خراب بسته بندۍ له وجې محصولات ښه بازار نه لري او د کرنې له وزارت څخه وغوښتل، چې د ده د محصولاتو د بسته بندۍ په برخه کې دې له هغې سره مرسته وکړي.
دغه راز د کابل د فرزې ولسوالۍ یو تن بزګر حاجي عزیز وویل، چې په بېلابېلو کرنیزو او اوبولګولو برخو کې د کرنې وزارت کړنې پراخې دي، خو دا فعالیتونه بسنه نه کوي. هغه د کرنې له وزارته وغوښتل، چې د اوبو د مهارولو په برخه کې دې جدې پاملرنه وکړي.
بل خوا ددې نندارتون په پرانیست غونډه کې د هېواد د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نثار احمد غوریاني وویل، چې یاد وزارت د کرنې وزارت سره همکار دی. د هغه په خبره، افغانستان تېرکال نږدې ۸۹۰ میلیون ډالر صادرات درلود، چې د یادو صادراتو لویه برخه کرنیز محصولات دي.
دغه راز د صادراتو په برخه کې د ولسمشر سلاکار جلال الدین سعید، په دې غونډه کې وویل، چې تېرکال افغانستان د مېوو د تولید په برخه کې ښه تولیدات درلود، خو دې ته اړتیا لیدل کېږي، چې په بېلابېلو زونونو کې د بسته بندۍ معیاري مرکزونه ولرو.
د کرنې وزارت له خوا هر کال د وري دویمه د بزګرمېله  او د کرنیزو محصولاتو نندارتون په لاره اچول کېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۳:۲۹
Background image

د کندهار لوړ شاولیکوټ کې لسګونه جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصه شوه

۲۹ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې چارې کړندي شوي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۳:۲۶
Background image

د کندهار کرنې ریاست کوهکران څېړنیز فارم کې پر یوشمېر بوټو څېړنې روانې دي

۲۹ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چاراکي وایي، چې ددې ریاست اړوند د کوهکارن څېړنیز فارم کې پر یوشمېر بوټو او نیالګیو څېړنې روانې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۳:۲۴
Background image

کونړ کې پر سلګونو کاریګرو د کار په بدل کې نغدې پیسې ووېشل شوې

۲۹ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کونړ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د دوو ولسوالیو پر هغو کاريګرو چې، د یادو ولسوالیو په بېلابېلو سيمو کې یې، په. . .

بازگشت