فراه کې په ۲۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۹ - ۹:۲۸
فراه کې په ۲۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول


۲۹ زمری ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۲ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق
د فراه دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د پرچمن ولسوالی په ۲۰۰ مستحقو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشلي دي.
د چارواکو په خبره د ترکیې هېواد له خوا یاد ولایت سره د مرسته شویو اصلاح شویو تخمونو له ډلې پنځه ټنه یې د پرچمن ولسوالی بزګرانو ته ځانګړې شوې وه، چې د یوې غونډې په ترڅ کې په مستحقو بزګرانو ووېشل شوه.
ددې مرستې په لړ کې هر بزګر ته ۲۵ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوي تخمونه ورکړل شوي دي.
ددې مرستې موخه د بزګرانو ملاتړ او په دې ولایت کې د غنمو د اصلاح شویو تخمونو ترویج او د حاصلاتو زیاتوالی دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه ترسره شوه

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني دکرنې رییس د ده‌یک ولسوالی ولسوال سره وکتل

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب ددې ولایت د ده‌یک ولسوالی له ولسوال مولوي غلام حیدر طه سره په کتنه کې په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۲۸
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له‌خوا د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د ۱۴۰۵ ام لمریز کال د غویی میاشتې له ۲ تر ۵ نېټې. . .

بازگشت