د کانال رياست د مالدارۍ فارم هره ورځ ۵۵۰ليټره شيدې توليدوي

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۹ - ۹:۱۳
د کانال رياست د مالدارۍ فارم هره ورځ ۵۵۰ليټره شيدې توليدوي


۲۹ زمری ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۲ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار دکانال رياست چارواکي وايي، چې ددې رياست اړوند د مالدارۍ فارم د ورځې تر ۵۵۰ ليټره تازه شيدې توليدو او بازار ته وړاندې کوي. 
د چارواکو په خبره، یاد فارم چې د هډې فارم په ۱۷ جریبه ځمه کې جوړ شوی دی، په دغه فارم کې ۲۸۵ سره څاروي موجود دي، چې په کې غواګانې، خوسکیان او غوایان ... شتون لري، چې له ډلې يې۵۵ سره غواګانو څخه هره ورځ ۵۵۰ لیټره او د میاشتې ۱۶۵۰۰ لیټره تازه شېدې ترلاسه او د درنو هېوادوالو خدمت ته وړاندې کېږي.
 اوسمهال په دغه فارم کې بېلابېل فعالیتونه روان دي، چې په کې څلورګونو فارمونو کې شته بڼونو ته حېوانې سرې لېږل، د غوجلو پاکول، منظمه خوراک تهیه او نورې اړينې چارې شامل دي، چې ورسره په دې فارم کې نږدې ۱۶۰ کسانو ته دکار زمینه برابره شوې ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه ترسره شوه

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني دکرنې رییس د ده‌یک ولسوالی ولسوال سره وکتل

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب ددې ولایت د ده‌یک ولسوالی له ولسوال مولوي غلام حیدر طه سره په کتنه کې په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۲۸
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له‌خوا د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د ۱۴۰۵ ام لمریز کال د غویی میاشتې له ۲ تر ۵ نېټې. . .

بازگشت