خوست کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوي په پار هلې ځلې

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۴ - ۱۲:۳۵
خوست کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوي په پار هلې ځلې


۴ زمری ۱۴۰۱ ه‍.ش
۲۷ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د امیرالمؤمنین هبت الله آخند زاده حفظ الله د فرمان په اساس او د کرنې وزارت هدایت سره سم په دې ولایت کې د ځمکې غصب سره د مبارزې کمېټې عملي چارې ګړندي شوي دي، چې په ترڅ کې یې په دې ولایت کې یوشمېر غصب شوې ځمکې بېرته راوګرځول شول.
دخوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالصمد محمدي وویل: «د ځمکې غصب سره د مبارزې ولايتي کمېټې په هلوځلو نن د خوست په ولایت کې یوه اندازه امارتي ځمکه له غاصبینو خلاص او غاصبين عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شول».
د دولتي ځمکو له غصب سره د مبارزې کمیټه د ولایت مقام، امنیه قوماندانۍ، د کرنې ریاست، د محکمو او څارنوالۍ، ښاروالۍ او د ښار جوړونې او ځمکو د ریاستونو له استازو څخه جوړه ده، چې مشري یې د کرنې ریاست کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه ترسره شوه

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني دکرنې رییس د ده‌یک ولسوالی ولسوال سره وکتل

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب ددې ولایت د ده‌یک ولسوالی له ولسوال مولوي غلام حیدر طه سره په کتنه کې په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۲۸
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له‌خوا د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د ۱۴۰۵ ام لمریز کال د غویی میاشتې له ۲ تر ۵ نېټې. . .

بازگشت