د پکتیا دکرنې ریاست: افغانستان لپاره د ناروي کمېټه دکرنې په برخه کې پروژې پلي کوي

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۲۹ - ۱۵:۲۷
د پکتیا دکرنې ریاست: افغانستان لپاره د ناروي کمېټه دکرنې په برخه کې پروژې پلي کوي


۲۹ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۲۱ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست مولوی احسان الله احسان د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې چارواکو ډاکټر مجروح حقیار، ذبیح الله رحمتي او روح الله امین سره وکتل.
په دې کتنه کې، چې د پکتیا دکرنیزو چارو آمر مومند خروټی هم شتون درلود، یادو چارواکو د خپلو پروژو د فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په هکله معلومات وړاندې کړل.
د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې چارواکو په خپلو خبرو کې وویل:«په نږدې راتلونکې کې، د پکتیا په ولایت کې د کرنې په برخه کې یوشمېر پروژې پلي کوو».
په همدې حال کې د پکتیا دکرنې سرپرست رییس مولوی احسان الله احسان له یادو چارواکو  سره د چارو د ښه تنظيم او پروژو د موثر تطبيق په برخه کې د هر راز همکاریو ژمنه وکړه او له دوی یې وغوښتل، چې خپلې پروژې د کرنې رياست سره په همغږۍ سرته ورسوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه ترسره شوه

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني دکرنې رییس د ده‌یک ولسوالی ولسوال سره وکتل

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب ددې ولایت د ده‌یک ولسوالی له ولسوال مولوي غلام حیدر طه سره په کتنه کې په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۲۸
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له‌خوا د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د ۱۴۰۵ ام لمریز کال د غویی میاشتې له ۲ تر ۵ نېټې. . .

بازگشت