لوګر کې د ځمکې غصب سره د مبارزې کمېټې هڅې ګړندې شوې

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۲۹ - ۱۰:۱۹
لوګر کې د ځمکې غصب سره د مبارزې کمېټې هڅې ګړندې شوې


۲۹ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۲۱ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
د لوګر ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د دولتي ځمکو غصب سره د مبارزې د کمېټې غړي له ځایي خلکو سره وینې او د عامه پوهاوي ترڅنګ د غصب مخنیوي اړوند ورته لازمې لارښوونې کوي.
 په همدې موخه د یادې کمېټې غړي د لوکر مرکز پل علم اړوند د عمر اباد کلي له سیمو څخه لیدنه وکړه او د مشرتابه د حم پر اساس هغه چارې چې په غصب شویو ځمکو کې جریان درلود بند کړل او په دې هکله خلکو ته لازمې لارښوونې وکړې.
په دې کمېټه کې اړوندو چارواکو وايي، هېڅ فرد يا ډله د دولتي ځمکو او جايدادونو د غصب حق نه لري او د سرغړونې په صورت کې به ورسره قانوني چلند وشي.
د دولتي ځمکو له غصب سره د مبارزې کمیټه د ولایت مقام، امنیه قوماندانۍ، د کرنې ریاست، د محکمو او څارنوالۍ، ښاروالۍ او د ښار جوړونې او ځمکو د ریاستونو له استازو څخه جوړه ده چې مشري یې دکرنې ریاست کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه ترسره شوه

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني دکرنې رییس د ده‌یک ولسوالی ولسوال سره وکتل

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب ددې ولایت د ده‌یک ولسوالی له ولسوال مولوي غلام حیدر طه سره په کتنه کې په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۲۸
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له‌خوا د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د ۱۴۰۵ ام لمریز کال د غویی میاشتې له ۲ تر ۵ نېټې. . .

بازگشت