نورستان کې ۳۱۵۰ مالدارو کورنیو سره مرسته وشوه

qiam_amin
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۷ - ۱۶:۵
نورستان کې ۳۱۵۰ مالدارو کورنیو سره مرسته وشوه

۱۷ زمری ۱۴۰۰
د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په همکارۍ ددې والیت په مرکز پارون او دوو ولسوالیو نورګرام او دواب کې ۳۱۵۰ کورنا ځپلو او بېوزله مالدارو کورنیو سره نغدې پیسې او د څارویو د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د نورستان د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې مرستې په لړ کې هرې کورنۍ ته ۳۸۵۰ افغانۍ ورکړل شوې او ترڅنګ یې په یادو درې واړو اداري واحدونو کې ۳۴۵ ټنه د څارویو خوراکي توکي او ۳۴۲ لیټره درمل په یاود کورنیو وېشل شوي دي.
د چارواکو په خبره ددغو مرستو لړۍ دوام لري او په راتلونکې کې به له بېوزله کورنیو سره نورې مرستې هم ووشي. 
ددغو مرستو د وېش موخه د کرونا وبا له وجې د زیانمنو مالدارو کورنیو ملاتړ او د مالدارۍ ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۹:۴۳
Background image

ننګرهار کې ۱۲۳ کاریګرو او بزګرانو سره نغدې مرسته وشوه

۱۸ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ډنمارک د کډوالو نړۍوالې ادارې  په همکارۍ ۱۲۳ کاریګرو او بزګرانو سره یو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۹:۳۸
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو بڼونه جوړېږي

د میدان وردګو ولایت  دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چاروکي وایي، چې په دې ولایت کې یوشمېر بڼوالو ته د ګیلاسو معیاري بڼونه جوړېږي.
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۹:۳۵
Background image

د هلمند ناوې ولسوالی کې د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د کنترول او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو له امله د زیانمن شویو سیمو د کنترول او عامه پوهاوي په موخه یو ورځنی سیمینار د هلمند ولایت د ناوې په ولسوالی کې ترسره کړ. په دغه. . .

بازگشت